د ایران ولسمشرد ماسکو له سفره نن تهران ته راستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142814-د_ایران_ولسمشرد_ماسکو_له_سفره_نن_تهران_ته_راستون_شو
د ایرنا د خبر له مخې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه اړخیزه کتنه او خبرې اترې، د لوړ رتبه پلاویو کتنه او د دواړو هیوادونو د ګډو او دلچسپو مسائلو په تیره بیا د غزې د اقتصادی مسائلو او پرمختګونو په هکله بحث او د نظر تبادله روسیې ته د ډاکټر رئیسي د سفر د پلانونو یوه برخه وه .
(last modified 2023-12-08T03:26:21+00:00 )
Dec 08, 2023 01:17 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشرد ماسکو له سفره  نن تهران ته راستون شو

د ایرنا د خبر له مخې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه اړخیزه کتنه او خبرې اترې، د لوړ رتبه پلاویو کتنه او د دواړو هیوادونو د ګډو او دلچسپو مسائلو په تیره بیا د غزې د اقتصادی مسائلو او پرمختګونو په هکله بحث او د نظر تبادله روسیې ته د ډاکټر رئیسي د سفر د پلانونو یوه برخه وه .

 

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چې د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه د زیارت په سهار مسکو ته تللی و، د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره  له کتنو وروسته د تهران په لور روان شو.

د ایرنا د خبر له مخې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه اړخیزه کتنه او خبرې اترې، د لوړ رتبه پلاویو کتنه او د دواړو هیوادونو د ګډو او دلچسپو مسائلو په تیره بیا د غزې د اقتصادی مسائلو او پرمختګونو په هکله بحث او د نظر تبادله روسیې ته د ډاکټر رئیسي د سفر د پلانونو یوه برخه وه .

ابراهیم ریسي روسیې ته له تلو مخکې په مهر آباد هوایي ډګر کې په یولړ څرګندونو کې وويل،  دغه سفر  د سیمې د حساسو مسئلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو  حوزو کې د  اړیکو د پراختیا لپاره ترسره کېږي.

ریسي د دې خبرې په کولو سره چې د سیمې د ګټو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره ښه ګامونه پورته شوي دي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو نظر په سیمې کې سولې او ثبات ته دې او د سیمې او له سیمې ورهاخوا مسئلو په باب نظر یو مشترک نظر لرو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د انرژۍ او صنعتي او کرهڼيزو اړیکو د کرښو پیاوړتیا، د ایران او روسیې د ملګرتیا حوزې وبللې او ټينګار یې وکړ، د غزې د بمباریو د فوري غوڅېدا او د غزې د خلکو د کلابندۍ د ختمیدا لپاره او د فلسطین له ولس سره د مرستې لپاره فوري هڅه او  حقه حقونو ته د فلسطینیانو رسېدا به په دغه سفر کې د مهمو مشورو برخه وي.

ایران او روسیه د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د اقتصادي، پوځي او امنیتي اړیکو او همداراز د  امریکا د یواړخیز پالنې له کړچار سره د مقابلې په څېر د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په باب  ګډې ستراټیژيکې ټکې لري  او دا په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو د ملګرتیا اصلي عوامل دي.