د حق جبهه به حتما بریالۍ شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال «محمد باقري» په دې خبرې سره چې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه ده چې په غزې کښې له جنایتونو لاس واخلي وویل: د حق جبهه به حتما بریالۍ شي.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د تربیت او د روزنې د لومړي جامع نندرتون د پرانیستلو په دستورو کښې په دې خبرې سره چې دا د صهیونیسټ رژيم په ګټه ده چې په غزې کښې له جنایتونو لاس واخلي وویل باید ټول فلسطینیان د ټولپوښتنې صندوقونو ته ورشي او فلسطینیان چې د هر دین ، مذهب او فرقې وي په خپله فیصله وکړي چې د دغه ټاټوبي راتلونکی څرنګه اداره شي او په دغه ټاټوبي کښې د سولې او د ارامښت لپاره به له دې پرته بله لاره نه وي.
باقري جوته کړه د دغه اسلامي ټاټوبي او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې مسجد الاقصی راتلونکی کاملا روښانه دی او د حق جبهه به د الهي وعدې پراساس چې رښتیوني وعده ده حتمال بریالۍ وي.