د مقاومت د محور تر مینځ همکاری باید اقتصادي برخې ته وغځیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142970-د_مقاومت_د_محور_تر_مینځ_همکاری_باید_اقتصادي_برخې_ته_وغځیږي
د ایران د ملی امنیت د شورا منشي وویل:  د مقاومت محور لکه څرنګه چي په دفاعي، سیاسي او امنیتي برخو کې له یو بل سره ږغملتیا کوي، باید په اقتصادي برخه کې هم له یو بل سره همکاري وکړي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 10, 2023 12:33 Asia/Kabul
  • د مقاومت د محور تر مینځ همکاری باید اقتصادي برخې ته وغځیږي

د ایران د ملی امنیت د شورا منشي وویل:  د مقاومت محور لکه څرنګه چي په دفاعي، سیاسي او امنیتي برخو کې له یو بل سره ږغملتیا کوي، باید په اقتصادي برخه کې هم له یو بل سره همکاري وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت شورا منشي علی اکبر احمدیان په تهران کې د سوریې له لومړي وزیر حسین عرنوس سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي سوریه د مقاومت د جبهې له مهمو هیوادونو څخه دی، وویل: د فشارونو سربیره د تهران او دمشق تر مینځ اړیکې له پخوا راهیسې پیاوړي پاتې شوې دي او دواړه هیوادونه په سختو حالاتو کې د یو بل مرستې ته ورډانګلې دي او ځلاندې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

د ایران د ملي امنیت د شورا منشي همدارنګه په نیواکي فلسطین کې روانو حالاتو ته په اشارې سره، جوته کړه: نن سبا صهیونیستي رژیم د امریکا او د غربي هیوادونو د هر اړخیزو ملاتړ سربېره بیا هم په غزې کې خپلو اهدافو ته رسېدلی نه دی، او دا ښودنه کوي چي امریکا نور په سیمه کې د خپلو سیاستونو د عملي کولو وړتیا نه لريږ

د سوریې لومړي وزیر حسین عرنوس هم د ایران د ولس او د حکومت له ملاتړ څخه په قدرونې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ په اقتصادي ډګرونو کې د همکاریو غوښتونکی شو.

د سوریې لومړي وزیر زیاته کړه: د مقاومت د جبهې یووالې سبب شو چي په غزې کې د امریکا او د صهیونیزم دسیسه ناکامه شي.

د سوریې لومړي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډې اقتصادي کمیټې په غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی دی.