په دوامداره توګه د تهران – کربلا ترمنځ د ګډ اورګاډي د خدمتونو پیل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143110-په_دوامداره_توګه_د_تهران_کربلا_ترمنځ_د_ګډ_اورګاډي_د_خدمتونو_پیل
د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل ګاډي شرکت مرستیال، په دوامداره توګه د تهران – کربلا د ګډو اورګاډو د خدمتونو د پیل خبر ورکړ.
(last modified 2023-12-14T03:43:50+00:00 )
Dec 13, 2023 09:26 Asia/Kabul
  • په دوامداره توګه د تهران – کربلا ترمنځ د ګډ اورګاډي د خدمتونو پیل

د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل ګاډي شرکت مرستیال، په دوامداره توګه د تهران – کربلا د ګډو اورګاډو د خدمتونو د پیل خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اورګاډي شرکت د مسافرو د چارو مرستیال سید حسن موسوي وویل، دغه ریل ګاډی به هره شنبه له تهران څخه شلمچې ته ځي او له شلمچې څخه بصرې ته د ۳۰ کیلومترو له سفر وروسته به، له بصرې څخه کربلا ته حرکت کوي.

موسوي زیاته کړه، چې په همدې ورځ (شنبه) به له کربلا څخه یو بل اورګاډی مسافرین بصرې ته ورسوي او د شلمچې پولې ته له ۳۰ کیلومتره تګ وروسته به، تهران ته ولاړ شي.

د لوېديځې آسيا د سيمې د عربي هېوادونو له جملې څخه عراق ، له ايران سره تر ټولو ډېر کلتوري او مذهبي اړيکې لري، د خپلو ګاونډيانو تر منځ تر ټولو اوږدې پولې درلودل (نږدې ۱۲۵۸ کيلومتره ځمکنۍ پوله او ۳۵۱ کيلومتره د اوبو پوله)، نژادي، تاريخي، ژبني، مذهبي مشترکات او د ګډ امنیتي او اقتصادي ګواښونو او ګټو موجودیت، د ایران او عراق په اړیکو کې مهم ټکي ګڼل کېږي.

د ایران او عراق د اړیکو پراختیا په وروستیو کلونو کې، د ډېرو کلتوري، سیاسي او مذهبي مشترکاتو له امله، تل د دواړو هېوادونو د چارواکو د اجنډا په سر کې وو.