ایران په نړۍ کې د زیاتو بې ځایه شویو وګړو کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143156-ایران_په_نړۍ_کې_د_زیاتو_بې_ځایه_شویو_وګړو_کوربه_دی
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جینوا کې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کې وویل، دغه فورم د نړیوال عملی پیوستون د پیاوړتیا او د کډوالو د اصلی کوربه توب لپاره د لازمو سرچینو د جلبولو په هدف جوړ شوی دی زیاته کړه: هیڅ موقتي لاره نشي کولی د تل لپاره د کډوالو ستونزه حل کړي.
(last modified 2023-12-14T03:47:27+00:00 )
Dec 14, 2023 08:14 Asia/Kabul
  • ایران په نړۍ کې د زیاتو بې ځایه شویو وګړو کوربه دی

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په جینوا کې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کې وویل، دغه فورم د نړیوال عملی پیوستون د پیاوړتیا او د کډوالو د اصلی کوربه توب لپاره د لازمو سرچینو د جلبولو په هدف جوړ شوی دی زیاته کړه: هیڅ موقتي لاره نشي کولی د تل لپاره د کډوالو ستونزه حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: ایران د څه دپاسه څلویښتو کلونو لپاره د مهاجرینو ترټولو اوږده کوربه توب کړی دی او اوس په ۲۰۲۱ کال کښې په افغانستان کښې له بدلونونووروسته په نړۍ کښې د ترټولو زیات بې ځایه شویو کسانو کوربه توب کوی او ضروری ده  د کډوالو عالي کمېشنرۍ او نړیواله ټولنه خپلو هېوادونو ته د کډوالو د ورستنولوپه برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره اضافي هڅې کوي.

امیر عبداللهیان تاکید وکړ: بې شمېره پوځی مداخلې او له سیمې بهر قدرتونو نورې لاسوهنې  د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب شوې دی چې دغه عامل پخپله په ټوله سیمه کښې د بې ځایه کیدو د څپو سبب شوی دی.

عبداللهیان  زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د تر ټولو ستر بې ځایه شویو خلکو په کوربه توب  سره  هغه بار په اوږو وړې دې چی د امریکا او د هغې د متحدینو د غیر مسوولانه سیاستونو او پوځی مداخلو په نتیجه کښې ورتپل شوی دی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې او د امریکا او اسرائیلو د جنګ  غوښتنې په نتیجه کښې د غزې د بې کوره شویو خلکو د وروستۍ څپې له امله له کډوالو سره د چلند په هکله د نړیوال مسئولیت غوښتونکی دی.

امیر عبداللهیان زیاته کړه، د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې او جنګی جنایتونو پایلې به سیمه او نړیواله ټولنه د کلونو لپاره ښکیله وساتي.