ایران په دنیاکې د بی ځایه شویو نفوسو تر ټولو ستر کوربه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143172-ایران_په_دنیاکې_د_بی_ځایه_شویو_نفوسو_تر_ټولو_ستر_کوربه
حسین امیرعبداللهیان د شوروپه ورځ په جنیوا کې د کډوالو د نړیوالې شورا په غونډه کې زیاته کړه، بې شمېره پوځی مداخلې او له سیمې بهر قدرتونو نورې لاسوهنې د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب شوې دی چې دغه عامل پخپله په ټوله سیمه کښې د بې ځایه کیدو د څپو سبب شوی دی.
(last modified 2023-12-14T07:12:47+00:00 )
Dec 14, 2023 11:40 Asia/Kabul
  • ایران په دنیاکې د بی ځایه شویو نفوسو تر ټولو ستر کوربه

حسین امیرعبداللهیان د شوروپه ورځ په جنیوا کې د کډوالو د نړیوالې شورا په غونډه کې زیاته کړه، بې شمېره پوځی مداخلې او له سیمې بهر قدرتونو نورې لاسوهنې د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب شوې دی چې دغه عامل پخپله په ټوله سیمه کښې د بې ځایه کیدو د څپو سبب شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کښې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کښې وویل: هیله لرو چې ملګري ملتونه او د کډوالو د چارو عالي کمیشنرۍ د کډوالو او په تېره بیا په ایران کې میشتو پنځو میلیونو افغانستاني ښاریزو په وړاندې خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.

حسین امیرعبداللهیان د شوروپه ورځ په جنیوا کې د کډوالو د نړیوالې شورا په غونډه کې زیاته کړه، بې شمېره پوځی مداخلې او له سیمې بهر قدرتونو نورې لاسوهنې  د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب شوې دی چې دغه عامل پخپله په ټوله سیمه کښې د بې ځایه کیدو د څپو سبب شوی دی.

عبداللهیان  زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د تر ټولو ستر بې ځایه شویو خلکو په کوربه توب  سره  هغه بار په اوږو وړې دې چی د امریکا او د هغې د متحدینو د غیر مسوولانه سیاستونو او پوځی مداخلو په نتیجه کښې ورتپل شوی دی .

د کډوالود نړیوال فورم دویمه غونډه له شورو تر جمعې یعنی  د لیندۍ تر  ۲۴ نیټې پورې د غړیو هیوادونو په ګډون د سویس د حکومت او د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په کوربه توب جوړیږي.

په ۲۰۱۸  میلادی کال کې له څو کلونو خبرو اترو وروسته د کډوالو په اړه نړیوال کنوانسیون د ملګرو ملتونو له خوا په یوه پرېکړه لیک کې تدوین او تصویب شو.

د دغه سند پر بنسټ پرېکړه وشوه، چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل په دې کچه غونډه جوړه شي او د کډوالو پر ستونزو خبرې وشي.

د بهرنيو هېوادونو پوځي لاسوهنې ، داخلي شخړې، طبيعي ناورينونه او د اقتصادي او بشري حقوقو مسئلې د جبري مهاجرت له اغېزمنو عواملو دي او د دې له مخې د لوېديځې اسيا سيمه له هغو سيمو شمېرل کېږي، چې ډېر شمېر پناه غوښتونکي پکې مېشت دي.

خو د ایران اسلامي جمهوریت له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په نامه د ګاونډي هېواد د ګڼ شمېر ښاریزوکوربه دی چې ډېر وګړي یې له کلونو ناکراریو، جګړو اونیواک  له امله له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي او په اسلامي ایران کې یې پناه اخیستې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق (یونیسف) د اعلان له مخې، د ۱۴۰۰  لمریز کال له زمری میاشتې مخکې په ایران کې له دوه تر درې میلیونو افغان کډوال وو، خو د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ۵۰۰ زرو تر ۱،۵ میلیونو پورې نوي کډوال ایران ته داخل شول. .

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ۱۴۰۲ کال د جولای په میاشت کې وویل: په ایران کې د افغان مهاجرینو د شمیر په اړه اټکل له پنځو میلیونو زیات دی.

څرګنده ده چې ايران د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه او له دغه هېواد سره د اوږدې پولې په لرلو سره د افغانستان بدلونونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ځينو سيمه ييزو او نړيوالو لوبغاړو په اپوټه  په دغه اسلامي هېواد کې سوله او ثبات په خپل  هیواد کې  له سولی او ثبات سره مساوي  او مترادف بولي . افغان مهاجرین  هم چې د ایران له خلکو سره کلتوري، تاریخي او دیني  تړاو لري، د ایراني ښاریزو په څیر په ایران کې د دولت له خوا له ټولو اسانتیاوو او خدماتو استفاده کړی ده .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې ایران د اسلامي لارښوونو پر بنسټ افغان کډوالو ته د ژوند مناسب شرایط برابر کړي او حتی ټول افغان ماشومان کولای شي د ایران په ښوونځیو کې نومونه ثبت کړي .

 دا په داسی حال کی ده چی د محدودو سرچینو او اقتصادي ستونزو سره سره چې د ایران پر ضد د ظالمانه بندیزونو له امله رامنځ ته کیږي، په ایران کې د افغان مهاجرینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو مرستو اندازه ډیره کمه ده. په ایران کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ دفتر مخکې هم دا خبره تائید کړې وه او ټینګار یې کړی و چې د ایران د حکومت او خلکو له خوا زیاتره مرستې کیږي او د دغو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د نړیوالو موسسو د مرستو کمول باید د ملګرو ملتونو سازمان غړیو هېوادونو ته واستول شي تر څو په دې اړه لازمې پرېکړې وشي.

په همدې اساس د ایران اسلامی جمهوریت له نړیوالو ټولنو لکه د ملګرو ملتو او د کډوالو د چارو له عالي کمیشنرۍ غواړي چې په ایران کښې د میشتو کډوالو د مشکلاتو او مالي لګښتونو په باره کښې اقدام وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جینیوا کښې د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کښې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ولې یوازې څو هیوادونه د اکثرو بې ځایه شویو د کوربه توب مسئولیت په غاړه لري، څرګنده کړه: یوازې یو هیواد د نړۍ د لوی بې ځایه شوي نفوسو لګښت او بار نه شي زغملی او دا غیر عادلانه ده ، د کډوالو د کوربه توب لګښتونه باید د هیوادونو ترمنځ په عادلانه توګه تقسیم شي.