هیڅوک په ایران د برید جرات نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143174-هیڅوک_په_ایران_د_برید_جرات_نه_لري
داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان په روغتونونو ، استوګنځیو او خدماتی سیمو دصهیونیسټ رژیم دحملو په غندلو سره وویل دماشومانو وژل دصهیونیسټ رژیم ویاړ دی او صهیونیسټان دزیات شمیر ماشومانو، بوډاګانو او ښځو په وژلو سره خپله بریا بولی .
(last modified 2023-12-14T07:37:45+00:00 )
Dec 14, 2023 12:05 Asia/Kabul
  • هیڅوک په ایران د برید جرات نه لري

داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان په روغتونونو ، استوګنځیو او خدماتی سیمو دصهیونیسټ رژیم دحملو په غندلو سره وویل دماشومانو وژل دصهیونیسټ رژیم ویاړ دی او صهیونیسټان دزیات شمیر ماشومانو، بوډاګانو او ښځو په وژلو سره خپله بریا بولی .

داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان وویل : په اوس وخت کښې هیڅوک د ایران په ملت او خاورې د حملې جرات نه لری .

د ایرنا له راپور سره سم  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی نن د ایران په شمال لویدیځ کښې د ختیځ آذربایجان ولایت د لس زره شهیدانو په یادګار کښې په دې خبرې سره چې د اسلامی ایران اقتدار د شهیدانو تلپاتې میراث دی  زیاته کړه: د ایران شهیدانو ایران د عزت اوج ته ورساوه او په اوس وخت کې چې د نړۍ په هره برخه کې له سیاستمدارانو او شخصیتونو  سره خبرې کیږي، د ایران په اړه په درناوي خبرې کوي.

جنرال سلامي دې ته په اشارې سره چې دښمنان اوس هم په دې لټه کې دي چې مسلمان ملتونه له خپلو حقوقو محروم کړي، وویل: دوی غواړي د فلسطین په شان د مسلمانانو خاورې اشغال کړي. یوه بېلګه یې پر غزې برید او پر دې خاوره بمباري ده.

داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان په روغتونونو ، استوګنځیو او خدماتی سیمو دصهیونیسټ رژیم دحملو په غندلو سره وویل دماشومانو وژل دصهیونیسټ رژیم ویاړ دی او صهیونیسټان دزیات شمیر ماشومانو، بوډاګانو او ښځو په وژلو سره خپله بریا بولی .

جنرال سلامی په دې خبرې سره چې اوس د نړۍ د ولسونو په مینځ کښې له صهیونیسټ رژیم د خلکو نفرت اوج ته رسیدلی دی، وویل: ټول ملتونه د فلسطین د ملاتړ لپاره میدان ته راوتلی دی او د صهیونیسټی رژیم له جنایتونو خپله کرکه اعلانوی.