Dec 15, 2023 05:07 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د جنیوا له درې ورځني سفره راستون شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له نړیوالو چارواکو سره له دریو ورځو کوټلو صلاح مشورو او له خپلو ځینو همرتبه و سره له کتنو او همداشان د کډوالو په نړیوالې ټولنې کښې له وینا وروسته تیره شپه تهران ته راورسیده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له نړیوالو چارواکو سره له دریو ورځو کوټلو صلاح مشورو او له خپلو ځینو همرتبه و سره له کتنو او همداشان د کډوالو په نړیوالې ټولنې کښې له وینا وروسته تیره شپه تهران ته راورسیده.

د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان د سه شنبې په مازیګر د سویټزرلینډ په جنیوا کښې د ملګرو ملتو اروپايي مرکز ته له رسیدو سره سم، «د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د بشري حقوقو وضعیت، د بشري حقوقو نړیواله خبرپاڼه او نړیوال انساني حقوق» نومې غونډه کښې وینا وکړه او په همهغه شپه یې د تیونس او خارجه وزیرانو سره وکتل.

هغه جنیوا ته د خپل سفر په دوام کښې، د چارشنبې یا شورو په ورځ د کډوالو په نړیوالې ټولنې کښې له وینا مخکښې د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان، د اردن له خارجه وزیر ایمن الصفدي او همداشان یې د جاپان له خارجه وزیر یوکو کامیکاوا سره ملاقاتونه وکړل.

هغه په دوا کښې د واټیکان، انډونیشیا، لبنان او کویت له جګ پوړو چارواکو سره هم جلاجلا وکتل.

امیرعبداللهیان همداشان پرون د خپل سفر په وروستۍ ورځ د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو له عالي کمشنر فیلیپو ګرینډي، د عراق د کردستان د کورنیو چارو له وزیر ریبر احمد خالد او د بوکینافاسو له خارجه وزیر اولیویا روامبا سره په خپلو ملاقاتونو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

 

ټیګونه