د راسک سیمې د جنایت  سبب جوړیدونکي به له سزا بچ نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143262-د_راسک_سیمې_د_جنایت_سبب_جوړیدونکي_به_له_سزا_بچ_نشي
دغه شان اقدامات به د ایران دملت اتحاد او یووالی هیڅکله هم  ګډ وډ نه کړي او دغه شان پیّلی او تالی څټي جنایتکار به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي.دغه شان جنایتکار غواړي،د سیمې د هیوادونو اړیکې سره خړې پړې کړي  او سرحدونه ناکراره کړي، خو دسیمې دهیوادونو  په مشورو او نزدیکت سره به ددوي هرډول دسیسې شنډې کړو.
(last modified 2023-12-16T11:02:19+00:00 )
Dec 16, 2023 15:06 Asia/Kabul
  •  د راسک سیمې د جنایت  سبب جوړیدونکي به له سزا بچ نشي

دغه شان اقدامات به د ایران دملت اتحاد او یووالی هیڅکله هم  ګډ وډ نه کړي او دغه شان پیّلی او تالی څټي جنایتکار به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي.دغه شان جنایتکار غواړي،د سیمې د هیوادونو اړیکې سره خړې پړې کړي  او سرحدونه ناکراره کړي، خو دسیمې دهیوادونو  په مشورو او نزدیکت سره به ددوي هرډول دسیسې شنډې کړو.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قومانداند سیستان او بلوچستان د راسک ولسوالۍ  دپيښې او د ترهه ګرو ډلګیو د جنایت به غبرګون کې ټينګار وکړ ددغه جنایت سبب جوړیدونکی به خپل انجام ته ورسیږي.

سردار رحیم موسوسي په دغې پیښې  باندې غمرازۍ په ښکاره کولو سره پخپل پیغام کې  ووئیل تور زړي او وحشي ترهه ګرو دغه اقدام چې د مسلمانانو د وحدت او یووالی د کمزوری کولو ددښمنانو ککړ لاسونه پکې څرګند او له ورایه ښکاري او دوی به هیڅکله  هم پخپلو سپیرو  دسیسو او نقشو کې بریالي نشي.

همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان هم په یولړ څرګندونو کې ووئيل ترهه ګر او جنایتکار اقدامات به د ایران امنیت او پراختیا چټکتیا ونه دروي. حسین امیرعبداللهیان پخپل ایکس پاڼې کې هم لیکلي دي،دغه شان اقدامات به د ایران دملت اتحاد او یووالی هیڅکله هم  ګډ وډ نه کړي او دغه شان پیّلی او تالی څټي جنایتکار به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي.دغه شان جنایتکار غواړي،د سیمې د هیوادونو اړیکې سره خړې پړې کړي  او سرحدونه ناکراره کړي، خو دسیمې دهیوادونو  په مشورو او نزدیکت سره به ددوي هرډول دسیسې شنډې کړو.

Image Caption