د سحاب شبکې جوړول په مجازی فعالیت کې یو نوی ګام دی
د شیخیان په وینا، د دې شبکې د محتوا تمرکز په کلتوري، ټولنیزو، علمي، فکري، تاریخي، سیاسي، اقتصادي او پرمختګ برخو کې دی او د سیمې او نړۍ مسایل هم په پام کې نیول شوي دي.
حسین شیخیان چې د صداوسیما د بهرني څانګی د مرستیال د یوه فرمان له مخې د سحاب شبکې د مشرپه توګه وټاکل شو وویل: د سحاب شبکې جوړول د نړۍ د خلکو په ذهن کې د ایران د سم او رښتیني ذهنی انځور د جوړولو لپاره یو نوی ګام دی .
د ایران پریس خبري اژانس د راپور له مخې، حسین شیخیان زیاته کړه، مجازی فضا ته پاملرنه او په مختلفو بڼو کې د روایت رامنځته کولو ظرفیت د سحاب شبکې لومړیتوب دی او د کوچنیو او لویو رسنیو د پروژو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. په دې شبکه کې موجودو 24 ژبو کې سیاستي لومړیتوبونه تعریف اواجرایی شي.
د شیخیان په وینا، د دې شبکې د محتوا تمرکز په کلتوري، ټولنیزو، علمي، فکري، تاریخي، سیاسي، اقتصادي او پرمختګ برخو کې دی او د سیمې او نړۍ مسایل هم په پام کې نیول شوي دي.
د "سحاب " د نوې جوړې شوې شبکې مشر وويل، چې په دې شبکه کې د منځپانګې د وړاندې کولو بڼه هم د وېب او ټولنيزو شبکو د متناسبو او دودو بڼو پر اساس ده او په ځينو ژبو کې انټرنيټی تلويزيون ته لومړيتوب ورکول کېږي، او ځینې ژبې، آنلاین راډیوګانې یا فریکونسۍ راډیوګانې به د دې شبکې په اجنډا کې راشي.