د ایران ولسمشر د رضي موسوي د شهادت په هکله تسلیت ووایه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یوه پیغام کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د یوه پوځي سلاکار سردار «سید رضي موسوي» د شهادت په هکله تسلیت ووایه.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک یوه پوځي سلاکار سردار سید رضي موسوي چې د مقاومت د چورلیز د ملاتړ په حوزه کښې یې په سوریې کښې فعالیت کاوه د سوریې د دمشق په زینبیه سیمې باندې د صهیونیسټ رژيم په پرونۍ توغندوي حملې کښې شهید کړی شو.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دمشق باندې د صهیونیسټ جنایتکار رژیم په توغندوي برید کښې د سرلوړي سردار پاسدار سید رضي موسوي د شهادت په مناسبت د ایران ملت او د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د هغه ملګرو مبارزانو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ دغه زړور او شجاع سردار چې د شهید قاسم سلیماني ملګری و په سوریې کښې د اهل بیت علیه السلام د حرم په ساتلو کښې د اسلامي مقاومت د سلاکارۍ کولو او د لوړو اسلامي ایډیالونو د ساتنې په لاره کښې شهید شو او نوم یې تل پاتی شو.
د ایران ولسمشر وویل بې شکه دغه اقدام په سیمه کښې د غاصب صهیونیسټ رژیم د لالهاندۍ ، ناتوانۍ او د بې وسۍ بله نښه ده او په پریکنده توګه د دغه جنایت تاوان به ورکړي.