تل ابیب دې د سخت ګوزار په تمه ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143778-تل_ابیب_دې_د_سخت_ګوزار_په_تمه_ووسي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  په سوریې کې د ایران د جګپوری فوځي سلاکار جنرال سید رضی موسوي د شهادت په مناسبت د خواخوږی په څرګندولو سره، ټینګار وکړ چي اسرائیل رژیم دې  د سخت ګوزار په تمه دې ووسي.
(last modified 2023-12-26T05:02:24+00:00 )
Dec 26, 2023 09:30 Asia/Kabul
  • تل ابیب دې د سخت ګوزار په تمه ووسي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  په سوریې کې د ایران د جګپوری فوځي سلاکار جنرال سید رضی موسوي د شهادت په مناسبت د خواخوږی په څرګندولو سره، ټینګار وکړ چي اسرائیل رژیم دې  د سخت ګوزار په تمه دې ووسي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په خپله رسمي ایکس پاڼې کې د اسرائیل رژیم ته د سخت ګوزار ګواښ وکړ.

تېره ورځ د سوریې په پلازمینې دمشق ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت جګپوري فوځي چارواکی جنرال سید رضي موسوي، چي د داعش له ترهګرې ډلې او ټروریزم سره په مبارزه کې د سلاکار رول لوبول او د محور مقاومت د ملاتړ مسئول وو، د اسرائیل د رژیم له خواپه توغندوي برید کې ټرور شو او په شهادت ورسېدل.

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د دې پېښې په خاطر د ایران او د سوریې ولسونو او د دغه شهید له کورنۍ سره غمشریکي څرګنده کړې ده.

د هغه په وېنا شهید سید رضي موسوي کلونه کلونه په سیمه کې د شهید حاج قاسم سلیماني تر څنګ له ټروریزم سره مبارزه کړې ده.