ستر جنرال سلامي خبرداری: د شهید سلیماني غچ به واخلو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی درستیز د شهید سید رازي موسوي د جنازې په مراسمو کې هغه د مقاومت په جبهه کې د سپاه پاسداران یو تر ټولو تجربه لرونکی، تجربه کار او اغیزمن قومندان وباله او ویې ویل: د شهید ډګرجنرال قاسم سلیماني انتقام به په خپل ځای کې اخلي.»
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو سلاکار سردار سید رازي موسوي چې په سوریه کې د مقاومت له محور څخه د ملاتړ په ډګر کې یې دنده وه، د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۲۵) د دمشق د زینبیه په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم په برید کې شهید شو.
جنرال شهید موسوي په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له پخوانیو سلاکارانو څخه و او د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان شهید ډګرجنرال قاسم سلیماني له نږدې ملګرو څخه وو.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د شهید موسوی د جنازې په مراسمو کې د شهید موسوي زړورتیا ته په اشارې سره وویل
: دغه لوړ رتبه شهید څه باندې درې لسیزې د اهل بیت علیهم السلام له هویت څخه دفاع وکړه، د اسلام له عزت او عظمت څخه یې دفاع وکړه، د مسلمانانو نذرونه او د امت د عزت او امنیت څخه یې په خورا سختو او خطرناکو حالاتو کې دفاع وکړه.
سترجنرال سلامی وویل: صهیونیسټان دومره تر فشار لاندې وو چې د شهید جنرال موسوی په وژلو یې لاس پورې کړ او دا کار د زیات فشار له امله دی چې د صهیونیسټانو روحی توازن یې ګډوډ کړی دی.