Dec 29, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • په ایران کې له صیونیسټي رژيم سره اړونده څلور جاسوسان پانسي شول

له دغې دوسیې سره اړونده تور تورن کسان  چې د ایران د امنیت د ګډوډولو نیّت ئې د رلود او له صهیونیسټي رژيم جاسوسی اداې موساد سره  په ملګرتیا تورن وو په لس کلن بند محکوم شوي دي.

 

زمونږخبریال  راپور راکړ، دایران په شمال لویدیځ کې د آذربایجان  غربی ولایت عمومي څارنوالۍ  په یوې خبرتیا کې  ووئيل، دغه څلور کسان د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  دجاسوسی ادارې موساد  د افسرانو په لارښونې سره له جنایتکار رژيم سره اړونده ورانکاریو د ټيم غړیو په ملتیا سره د ایران د  امنیت  په ضد پراخ اقدامات کړي وو، چې له قانونی لارو چارو له  ترسره  کولو وروسته نن سهار  په دار وځړول شول.

د ایران د اذربایجان  غربی ولایت  د څارنوالۍ مشر ناصر عتباتي  ووئيل، د اکتوبر په څلورویشتمه  ، له صهیونیسټي رژيم  سره اړونده لس عوامل چې ددغو کسانو زیاتره ورانکارۍ  له صهیونیسټ رژیم سره د مبارزې په حوزې کې  د فعال  اطلاعاتي ځواک  سره اړونده وو، له پيژندلو وروسته و نیول شول.

دغه دوسیه لس محکومان لری چې  دهغو څلور اصلی مجرمان د ایران د اسلامی جمهوریت  دامنیت دګډوډولو به نیّت سره  له صهیونیسټي رژیم سره  د اطلاعاتي ملګرتیا له لارې  دافساد فی الارض او محاربه په جرم   نن سهار پانسي شول .

همداراز له دغې دوسیې سره اړونده تور تورن کسان  چې د ایران د امنیت د ګډوډولو نیّت ئې د رلود او له صهیونیسټي رژيم جاسوسی اداې موساد سره  په ملګرتیا تورن وو په لس کلن بند محکوم شوي دي.

دغو کسانو د ترسره شوو ورانکاریو په مقابل کې  له وحشي صهیونیسټي رژيمه  او د موساد له افسرانو څو  ځله پیسې اخستي دي.  او د ایران د اسلامی جمهوریت له امنیتی اورګانونو سره  داړونده ځینو کسانو  کورونو او ګاډو ته ئې اورونه اچولي  او بیا ئې عکسونه  موساد ته لیږدولي دي او دغه راز ئې په ځينو نورو جنایتونو هم اعتراف کړی دی .  

 

ټیګونه