د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144538-د_ایران_او_بهرنیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د ایڼټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.
(last modified 2024-01-10T04:46:43+00:00 )
Jan 10, 2024 08:41 Asia/Kabul
  • د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د ایڼټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ« کیهان» ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون سهار د دیارلس سوه شپږپنځوسم(۱۳۵۹) هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په نولسمه نیټه د قم د خلکو د تاریخي پاڅون د کلیزې په مناسبت د دغه ښار له زرګونو کسانو سره په کتنه کښې د خلکو د رول د لوبولو بې ساري قدرت، په هر ډګر  او میدان کښې د ملت شتون او د بیرغ پورته کول د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د اسلامي نظام  اغیز شیندونکي او لاره پرانیستونکي سټراټیژۍ او له ډګر څخه د خلکو لیرې کول او بې انګیزې کول د ایران د پاک ټاټوبي د دښمانانو په تیره بیا د امریکا او د صهیونیسټ رژیم سټراټيژۍ وبلله او ټينګار یې وکړ هرکس په هر ځاې کښې   چې  ګویا او اغیزشیدونکي ژبه او مخاطب لري باید د معرفت په زیاتولو سره خلک په بیلابیلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري او نورو ډګرونو کښې شتون ته وروبولي.

د صهیونیسټ رژیم د کورني امنیت ادارې  «شاباک »پخواني مشر «عامي ایالون»د غزې تړانګې د پینځه نوي ورځې د جنګ د شننې په ترڅ کښې دغه نتیجه واخیسته په هغه پيژندګلوۍ سره چې زه یې له مسلمانانو او فلسطینیانو لرم ویلی شم دا امکان نلري چې په غزې کښې حماس غورځنګ ته ماتي ورکړو.

د نیواکي ټاټوبو په دیرش کلومیټره عمق کښې د صهیونیسټانو په مرکز د لبنان د حزب الله غورځنګ له ترکیبي حملې وروسته د دغه حملې د مرګ ژوبلو بحث تود شوی دي.

په دغو شرایطو کښې د صهیونیسټ رژیم رسنیو اعتراف کړی دی چې مونږ د اسرائیلو د وژل شویو عسکرو د شمیر د خپرولو اجازه نلرو.

د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو له اپارتائیډ رژیم سره سرحدي جنګونه پیل کړي دي چې د غزې په جبهه کښې د اسرائیلو تمرکز له مینځه یوسي.

په فرانسې کښې د سیاسي تاوتریخوالو له رامینځته کیدا وروسته ولسمشر امانوئل ماکرون د دغه هیواد د لومړۍ وزیرې الیزابت استعفا ومنله او ورپسې وویل شو چې د اسلام ضد یو هم جنس باز «گابریل اَتَل»به د فرانسې نوی لومړی وزیر شي.

د امریکا د سمندري ځواک یو غړی د چین جاسوس و.

د امریکا د عدلیې وزارت وویل د سمندري ځواک شپږویشت کلن ځوان« ون هنګ ژائو» یې د چین لپاره د جاسوسۍ په تور په اوویشت میاشتې زندان محکوم کړی.

په تیر میلادي کال کښې په امریکا کښې د ډله ئیزو ډزو او وژلو شمیر شپږ سوه اوه پنځوسو ته ورسید او په هیواد کښې پنځوس زره کسان وژل شوي دي.

د اوکراین پخواني  څارنوال ایشوا کړه چې له روسیې سره د کي یف د جنګ له پیل راهسې د اوکراین څه د پاسه پینځه لکه ځواکونه وژل شوي دي او زیاته یې کړه اوکراین هره میاشت کابو دیرش زره پوځیان له لاسه ورکوي.

د ایران د «نظام پزشکي» ادارې مشر محمد رئیس زاده وویل د ماشومانو او د ښځو وژل ، د درملنې په کادرونو او روغتیایي مرکزونو باندې حملې او د څه د پاسه شپږدیرشو ډاکټرانو بې هدفه ټرور کول د جنګ جانبي تاوان نه دی او د جنګ اصل غزې تړانګه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د غزې په جنګ کښې د یوسل یولسو خبریالانو او د عکاسانو شهادت ته په اشارې سره د رسنیو د مالکانو په هکله د صهیونیسټ رژیم کینې او نفرت ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم د دنیا د خلکو له خبریدا او قضاوت څخه ویره لري.

()

دوستانو اوس به د تهران چاپ «اطلاعات» ورځپاڼه ولولو.

د لبنان حزب الله غورځنګ وویل په بیروت کښې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د نائب رئیس شهید «صالح الروري» او دغه راز د حزب الله د پوځي څانګې د یوه قومندان شهید« وسام حسن طویل» ټرور ته په ځواب کښې یې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یوې اډې برید کړی.

د سویډن چارواکو روسیه د خپل هیواد او د اروپا لپاره جدي ګواښ وباله او ویې ویل له ماسکو سره د یوې اوږدې جګړې لپاره باید چمتو ووسوو.

د سویډن چارواکو له خلکو وغوښتل له روسیې سره د تاوتریخوالو د زیاتیدا په درشل کښې د احتمالي جنګ لپاره چمتو ووسئ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند« پاټریک رایډر» په یوه خبري کانفرنس کښې په داعش ډلې باندې د حملې په پلمه وویل حاضردمه له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو لپاره هیڅ پروګرام نلرو او مونږ داعش ته په ماتي ورکولو تمرکز کوو.

د بریتانیا د لیبر ګوند پخواني مشر« جیرمي کوربین» د صهیونیسټ رژيم پرضد د جنوبي افریقا د نسل کشۍ دوسیې ته د انګلستان د حکومت په بې تفاوتۍ کرکه څرګنده کړه او ویې ویل لندن باید د نسل کشۍ د دوسیې چې جنوبي افریقا د اسرائیلو پرضد مطرح کړي ده ملاتړ وکړي ځکه چې د فلسطین د غزې خلک له لوږې او تندې مړ کیږي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د خپل له مینځه تللي محبوبیت د ترلاسه کولو لپاره د هڅې په لړ کښې د ښوونې او د روزنې څلوردیرش کلن وزیر« ګابریل اتال»چې یو  اسلام ضد همجنس باز دی د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه.

د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما میرمنې «میشل اوباما» وویل له هغه څه چې ټاکل شوي ده د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې رامینځته شي ویره لري او زه په هیواد کښې د ډیموکراسۍ د راتلونکي په هکله اندیښمنه یم.

()

دوستانو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.

()

فارین افیرز خپرونې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه لیکنه کړې ده.

خپرونه لیکي د ۲۰۲۳ م کال د نومبر له لومړیو راهېسې چې له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت پوره شوی، د پاکستان پولیسو او ځايي چارواکو دغلته د میشتو افغان کډوالوبې ساري ځپل پیل کړي دي.

وړاندې ویل شوي دي، پاکستاني پولیس ان هغه افغانان هم ځوروي او نیسي یې چې قانوني اسناد لري او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ سره ثبت دي.

د فارین افیرز په وینا ، په دې لړ کې د یو شمېر افغان کډوالو شتمنۍ او مالونه د ځايي چارواکو او پولیسو له خوا لوټل شوي دي او اټکل کیږي چې ۴۵۰ زره افغانان به چې ډیر یې د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډه شوي وو، بیرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړی شوي وي.

د پاکستان حکومتي راډیو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلان کې وویل چې له دې هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ۲۰۲۳ میلادي  کال له نومبر څخه د جنورۍ میاشتې تر اوومې نیټې شاو خوا ۴۶۰ زره تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي.

په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې دا بهیر په " مصونه او باعزته" توګه دوام لري.

خو لسګونو هغو افغان کډوالو چې له پاکستان څخه ایستل شوي دي، په وروستیو اوونیو کې ویلي چې د پاکستاني پولیسو او مامورینو له خوا ورسره زور زیاتی شوی، ځورول شوي او له ځینو یې مالونه اخیستل شوي دي.

فارین افیر خپرونه لیکي، له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو جبري ایستل تر ډیر په غیرې قانوني کډوالۍ پورې تړاو نه لري؛ بلکې د خپرونې په باور د اسلام اباد او په کابل کې د افغان طالبانو ترمنځ د زیاتیدونکو اختلافاتو سره اړه لري.

لیکوال وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ م کال کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهېسې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

فارین افیرز وايي، د پاکستان حکومت افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد دې اقدام وکړي، خو د طالبانو تر واک لاندې کابل بیا له اسلام اباد څخه غواړي چې د پاکستاني طالبانو سره دې خبرې وکړي او د هغوی غوښتنو ته دې پام وکړي.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې پرلپسې ادعاوې کړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي غړي افغانستان کې امن ځایونه لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر ضد مبارزه کې همکاري نه ده کړې، خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوي ردوي او وايي د افغانستان له خاورې چا ته په بل هېواد کې د مداخلې اجازه نه ورکوي، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په پاکستان کې د امنیت ساتلو مسول نه دي.

 

د ESPN کریک انفو ویب پاڼې بیا د کرکټ د راتلونکو څو هغو نړیوالو لوبو په اړه لیکلي چې ټاکلې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هم په کې برخه واخلي.

د دې ویب پاڼې د یوه راپور له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د فیبرورۍ په میاشت کې د سرېلانکا او ایرلنډ په وړاندې ولوبیږي.

وړاندې لولو چې د کرکټ دې دوو لوبلړیو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزې لوبې او درې شل اوریږې لوبې شاملې دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو سوکاله او بریالي وسئ

Image Caption