د حضرت امام محمد باقر (ع) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144650-د_حضرت_امام_محمد_باقر_(ع)_د_نیکمرغه_زوکړې_مبارکي_ومنئ
د امام محمد باقر (ع) د علمی مقام شهرت دومره وو چې ټولو مؤرخینو، مسلمانو او غیر مسلمانو، د هغو د کمالاتو په بیانولو کښې له استثنا پرته د امام محمد باقر (ع) علمی مقام ته اشاره کړی ده .
(last modified 2024-01-13T06:56:30+00:00 )
Jan 13, 2024 05:56 Asia/Kabul
  • د حضرت امام محمد باقر (ع) د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ

د امام محمد باقر (ع) د علمی مقام شهرت دومره وو چې ټولو مؤرخینو، مسلمانو او غیر مسلمانو، د هغو د کمالاتو په بیانولو کښې له استثنا پرته د امام محمد باقر (ع) علمی مقام ته اشاره کړی ده .

 

نن د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له دیارلسمې نیټې سره برابره ده چې د نړۍ د شیعیانو د پنځم امام حضرت محمد باقر (ع) د زوکړې ورځ ده.

حضرت امام محمد باقر (ع) د ۵۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې په لومړۍ نیټه د مدینې په ښار کښې وزیږید.

د امام محمد باقر (ع) عظمت او مقام د عام او خاص  په ژبه وو ، په هر ځای کې چې د هاشميانو، علويانو او فاطميانو د عظمت يادونه کیدلې ، هغه  حضرت د دې ټولو سپېڅلتيا، زړورتيا او عظمت يوازنی وارث وپېژندل کیده .

د امام باقر (ع) کنیه "ابو جعفر" او د هغو ترټولو مشهور لقب "باقر العلوم" دی چې معنی یې د علومو څیرونکې  دی، ځکه چې هغه حضرت  (ع) د فکري ستونزو څیرونکی او د  علومو د پیچلیتاو او ستونزو حل کوونکی او د علم او پوهې  په ډګر کې د خپل وخت  يو بې ساري شخصيت و.

د امام محمد باقر (ع) د علمی مقام شهرت دومره وو چې ټولو مؤرخینو، مسلمانو او غیر مسلمانو، د هغو د کمالاتو په بیانولو کښې له استثنا پرته  د امام محمد باقر (ع) علمی مقام ته اشاره کړی ده .

تر ټولو زړه راښکونکې څېره او تر ټولو سخي انسان د امام محمد باقر (ع) له ځینو ځانګړنو دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت دراډیو او ټیلی ویژن اداره  ( صدا و سیما )د حضرت امام محمد باقر (ع) د نیکمرغه  زوکړې د کلیزې د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایي.