امریکا دې له تل ابیب خپل ملاتړ بندکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144652-امریکا_دې_له_تل_ابیب_خپل_ملاتړ_بندکړي
د ایرنا له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان د بیګا په خپله ټولنیزه پاڼه کښې ولیکل: د غزې د ښځو او ماشومانو په ملاتړ او د صهیونېسټ رژیم له نسل وژنې سره په مقابله کښې د یمن اقدام د ستاینې وړ دی.
(last modified 2024-01-12T23:39:15+00:00 )
Jan 13, 2024 03:48 Asia/Kabul
  • امریکا دې له تل ابیب خپل ملاتړ بندکړي

د ایرنا له راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان د بیګا په خپله ټولنیزه پاڼه کښې ولیکل: د غزې د ښځو او ماشومانو په ملاتړ او د صهیونېسټ رژیم له نسل وژنې سره په مقابله کښې د یمن اقدام د ستاینې وړ دی.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: سپینه ماڼۍ باید په یمن د پوځی حملې پرځای د صهیونیسټ رژیم ملاتړ سمدستی بند کړی تر څو ټولې سیمې ته امنیت ستون شی.

د ایرنا له راپور سره سم  حسین امیر عبداللهیان د بیګا  په خپله ټولنیزه پاڼه کښې ولیکل: د غزې د ښځو او ماشومانو په ملاتړ او د صهیونېسټ رژیم له نسل وژنې سره په مقابله کښې د یمن اقدام د ستاینې وړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: صنعا د سمندری امنیت او بار وړلو ته پوره ژمن دی.

امیر عبداللهیان امریکا ته سپارښتنه وکړه: سپینه ماڼۍ باید پر یمن د پوځي برید پر ځای له تل ابیب سره د غزې او لویدیځې غاړې د خلکو پر ضد هر ډول پوځي او امنیتي همکاري ودروي، څو په ټوله سیمه کې امنیت راشي.

امیر عبداللهیان  همداراز  دعربستان او ناروې خارجه وزیرانو سره  هم په ټیلیفوني خبرو کې  دوو اړخیزو  اړیکو  د پراختیا او د غزې د   وروستیو بدلونونو په باب خبرې کړي دي .

حسین امیر عبداللهیان   او فیصل بن فرحان  په دغو ټیلیفوني خبرو کې  د دواړو  هیوادونو د اهتمام وړ مهمو موضوعګانو  او د فلسطین د وروستیو  بدلونونو په باب  خبرې اترې اومشورې وکړې.

د ایران  خارجه وزیر  په دغو خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې  دد واړو هیوادونو سیاسی اړیکې په ښه لور روانې دي ، په غزې کې د جنګ د درولو او دغې سیمې ته د  انسان دوستۍ د مرستو دلیږد په موخې سره  د اسلامی اوعربی هیوادونو د سرمشریزې  په ترسره کیدا کې دعربستان اقدام  ته اشاره وکړه او وې وئيل،  دهیګ په نړیوالې  محکمې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ضد د شکایت په مطرح کیدا کې د جنوبی افریقا  د اقدام ملاتړ کوو.

امیر عبداللهیان  د فلسطین د خلکو په عامې وژنې کې د وحشي صهیونیسټانو  جنایتونو دوام ته  هم اشاره وکړه او وې وئيل، امریکا کابو  سل ورځې کیږي،  چې د جنګ د نه پراختیا خبره کوي، خو  په عمل کې په غزې کې  په نسل وژنې او جنګ ختمونې لپاره هیڅ جدیّت نه لري.

دعربستان خارجه وزیر فیصل  بن فرحان هم  به دغو ټیلیفوني خبرو کې  دتهران ریاض  اړیکې مخ په پراختیا وبللې او  په هیګ نړیوالې محکمې کې ئې د صهیونیسټ رژیم په ضد د جنوبی افریقا  شکایت ته په اشارې سره  ووئيل، باید تر ممکن حده  د غزې په ضد د  جنګ دختمولو لپاره دباؤنو اچولو ته دوام ورکړو.

د ایران خارجه وزیر همداراز  دناروې له خارجه وزیر سره هم  د غزې د حالاتو او د دوواړخیزو اړیکو د پراختیا په باب په ټيلیفوني خبرو کې  مشورې وکړې.  هغه د  ناروزې خارجه وزیر سپن بارت ایډ سره په خبرو کې د نوي میلادي کال په مناسبت د ناروې حکومت او ملت  ته په مبارکې وئیلو سره  د تهران او اوسلو  ترمینځ د مشورو دوام ، د دلچسپۍ  وړ  اړخونو کې د اړیکو د پراختیا سبب وبالۀ او په غزې کې د صهونیسټي رژيم د جنایتونو او نسل وژنې په محکومیّت سره ئې  له صهیونیسټ رژیمه د شکایت په مطرح کولو کې  د جنوبی افریقا  د  اقدام قدرونه وکړه او وې وئيل ، لازمه ده  د غزې  او لویدیځي غاړې په ضد د نسل وژنې  ودرول شي او  انساني  کلابندي  دې هم فورا ختمه شي.