بندر عباس ته د پاکستان د سمندري بېړۍ راتګ
د پاکستان د سمندري ځواکونو بېړه په سیمه کې د سولې او ملګرتیا په نښې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو سره په همږغیتوب په بندر عباس کې ودرېده.
په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر مینځ اړیکې د دفاعي، فوځي او امنیتي په شمول په مختلفو ډګرونو کې د پام وړ وده کړې ده.
د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان د سمندري ځواکونو د سولې بېړه چي په دوو جنګي کښتیو مشتمله ده، د ایران له سمندري ځواکونو سره، د همکاری او روزنیزې ملګرتیاوې په هدف د سولې له پیغام سره، بندر ته عباس ته رسېدلې ده چي د ایران د سمندري ځواکونو له رسمي هرکلی سره مخ شو.
ټاکل شوې ده چي د پاکستان د سمندري ځواکونو دغه بېړه په بندر عباس کې د دریو ورځو لپاره تم شي او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د کتنې په ترڅ کې، د بندرعباس د شهیدانو مزارې ته ولاړ شي او د سپېڅلي دفاع د شهیدانو درناوی وکړي.
همداشان په راتلونکو ورځو کې به د دواړو هیوادونو سمندري ځواکونه د فارس خلیج او هرمز تنګی سره، ګډې فوځي مانورې تر سره کړي.
په بندر عباس کې د ایران د سمندري ځواکونو قومندان دوهم امیر البحر فرهاد فتاحی له پاکستاني ځواکونو څخه د هرکلی په مراسمو کې وویل: په دغه سفر کې به د دواړو هیوادو سمندري ځواکونه په مسلکي تمریناتو باندې تمرکز وکړي.
تېر کال هم د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه بېړه د یادو اهدافو په لړ کې ایران ته درې ورځنی سفر کړی وو.