ایران تل د واحد چین د اصل ملاتړ کړی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند « ناصر کنعاني» ټینګار وکړ ایران تل د «واحد »چین د اصل ملاتړ کوي.
هغه پرون د ټایوان د انتخاباتو د نتیجو په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د هیوادونو د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام کول د خپل بهرني سیاست بنسټ ګڼي او په دې چوکاټ کښې یې تل د واحد چین له اصل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني زیاته کړه په دې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت یوځل بیا د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ د دفاع لپاره د چین د خلق جمهوریت د حق او دغه راز د تنګي دواړو خواو ته د سوله ئیزې پراختیا پراساس له چین سره د ټایوان د بیا اتحاد په هکله خپل پریکنده ملاتړ اعلانوي.
د ټایوان د مترقي ډیموکراټیک واکمن ګوند خپلواکۍ غوښتوونکی «کاندید لای چینګ ته» د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې چې وړمه ورځ وشول د څه د پاسه څلویښت فیصده رایو په ګټلو سره دغه انتخابات وګتل.
د چین حکومت دغو انتخاباتو ته په غبرګون کښې وویل د ټایوان واکمن ګوند د خلکو د څه د پاسه پنځوس فیصده رایو په ګټلو کښې له ماتي خوړلو وورسته د دغه جزیرې د خلکو د عمومي افکارو اصلي استازی نه دی.
ټایوان له نولس سوه نهه څلویښتم میلادي کال راهسې د ځايي حکومت لخوا اداره کیږي خو چین تل دغه جزیره د خپل اصلي ټاټوبي نه جلا کیدونکي برخه ګڼي او ډیر هیوادونه د چین د دغه دریځ ملاتړ کوي.