د ایران په ضد د انګلیسي چارواکو ادعاو ته د تهران ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144824-د_ایران_په_ضد_د_انګلیسي_چارواکو_ادعاو_ته_د_تهران_ځواب
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په ضد د انګلیسي چارواکو له خوا مطرح شوي تورونه وغندل.
(last modified 2024-01-16T03:07:13+00:00 )
Jan 16, 2024 02:52 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د انګلیسي چارواکو ادعاو ته د تهران ځواب

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په ضد د انګلیسي چارواکو له خوا مطرح شوي تورونه وغندل.

د انګلیس خارجه وزیر ډیوید کامرون په یمن باندې د دې هیواد فوځي یرغل چي د پراخو اعتراضاتو سره مخ شوی دی، یوه مشروع اقدام بللی او په سیمه کې د مقاومتي ډلو په عملیاتونو کې د ایران د رول په هکله د چټي ادعاګانو په مطرحولو سره، ویلي دی چي په یمن باندې یرغل تهران ته یو غیر مستقیم پیغام وو.

د انګلیس دفاع وزیر «گرنت شپس» هم په سیمې کې د مقاومتي ډلو په عملیاتو کې د ایران د رول په هکله د چټي ادعاګانو په مطرحولو سره ادعا کړې ده چي په یمن باندې له بریده مخکې مو تهران ته پیغام استولی وو چي خپلې نیابتي ډلې دې کنټرول کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د دغو ادعاګانو په ځواب کې خبریالانو ته وویل:  هغوی چي په عراق او افغانستان کې خونړي جنګونه پیل کړي وه د عبرت له اخیستلو پرته، اوس په غزې کې د فلسطین د مظلوم ولس په ضد د صهیونیست رژیم په جنایاتو کې شریکان شوي دي او ځانونه یې شرمولي دي، ایران ګرم نه شي ښودلای او په دروغو یې څوک باور نه کوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د انګلیس د خارجه وزیر ډیوید کامرون د بې بنیاده تورونو په غندلو سره، زیاته کړه :په یمن باندې د امریکا او انګلیس فوځي برید، د یوه خپلواک هیواد په ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا یرغل دی او د ملګرو ملتونو او د نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې دی او د جنګي جنایاتو د دوام لپاره د اسرائیل د رژیم د هڅولو او د سیمې د ناامنه کولو پرته هیڅ پایلې نه شي درلودلای.

د ایران د خارجه وزارت ویاند کنعانی د امریکا او انګلیس خپلسري اقدامات د سیمې او د نړۍ د امنیت لپاره یو لوی ګواښ وباله او وویل:  د امریکا او د انګلیس د چارواکو افواهات او غیرمسئولانه خبرې نه شي کولای اسرائیل رژیم له بحران او د فلسطین په ضد د خپلو جنایاتو له پایلو څخه وژغوري.

هغه یادونه وکړه چي ایران په لوېدیځه اسیا کې د ثبات او د سولې د ټینګېدو یوازنۍ لاره، په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو ختمېدا بولي.

امریکا او انګلیس د جمعې په ورځ له هوا او سمندر څخه په یمن باندې بریدونه وکړ او له ۱۰۰ زیات توغندۍ په الحدیدې، تعز، حجې او صعدې ولایتونو باندې وویشتل.

دا په داسي حال کې دی چي یمن له فلسطین څخه په ملاتړ کې په سور سمندر کې د اسرائیل د رژیم کښتۍ په نښه کوي او دغه رژیم یې تر سمندري محاصرې لاندې راوستی دی.