په مسکو کې دایران سفیر:
امریکایانو په سیمه کې د ټروریزم بنیاد ایښی دی
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په عراق، افغانستان، سوریې، لیبیا او یمن کې ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې د امریکا جنایاتو ته په اشارې سره، ویلي دي چي امریکا خپله د ټروریزم بنسټګره ده.
په مسکو کې دایران سفیر کاظم جلالي د امریکا دولتي ټروریزم او د ایران او روسیې د همکاریو تر عنوان لاندې په یوه غونډه کې، د واشنګټن جنګ غواړي او لاسوهونکی خوی په سیمه کې د بې ثباتی او د ټروریزم اصلي ریښه ده.
د ایران سفیر یادونه وکړه چي امریکا د خپل طاقت د ساتلو په موخه له ټولو اوزارونو استفاده کوي چي د بشریت لپاره یې لویه ستونزه رامینځ ته کړې ده.
هغه ټروریزم سره په پلمې په افغانستان او عراق باندې د امریکا برید ته په اشارې سره، وویل: د امریکا د یوې څېړنیزې موسسې د راپور له مخې، د امریکا د جنګونو په نتیجه کې ۵ میلیون انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او له ۷ میلیون نه زیات خلګ هم له جنګونو په مستقیم او غیر مستقیم توګه اغېزمن شوي دي.
جلالي وویل: خپله د امریکایي موسساتو په وېنا، د واشنګټن له خوا په جنګونو کې ۳۸ میلیون کسان بې کوره شوي هم دي.
په مسکو کې د ایران سفیر یادونه وکړه چي امریکایانو له ټروریزم سره د مقابلې په پلمه، ۲۰ کاله افغانستان تر نیواک لاندې راوستی وو، خو نن دا پوښتنه مطرح ده چي ایا ټروریزم له مینځه تللې ده؟ په افغانستان او عراق کې د امریکایانو حضور د دغو هیوادونو د بېخ بناوو له ورانېدو ماسېوا هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده.
جلالي له ټروریزم سره په مبارزه کې د سوریې او د عراق له ولسونو څخه د ایران ملاتړ ته په اشارې سره، وویل: شهید سردار سلیمانی په دې لړ کې له ټروریزم سره، په مبارزه کې وتلی رول درلودلی دی او نن سبا هم د هغه د رېښتني مبارزې په خاطر ترهګر ورسره دښمني کوي.
هغه په کرمان کې د شهید سلیمانی له مزارې سره وروستی ځانمرګي برید ته په اشارې سره، وویل : دغه برید وښوده چي دښمنان د شهید سلیماني د مزارې له زیارتوالو هم ویریږي.
د ایران سفیر له امریکا او صهیونیست رژیم څخه د ټروریزم د دوو سترو لاملونو په توګه یادونه وکړه او په غزې کې د مظلومو فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم جنایاتو ته په اشارې سره، چي د امریکا په ملاتړ تر سره کیږي، وویل: که د عامو خلګو دغه وحشیانه وژنه، جنایت نه دی نو کوم نوم پرې اېښودلایشو؟