د ایران او د پاکستان د فوځونو ګډې مانورې
د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان سمندري ځواکونو د هرمز تنګی او فارس خلیج اوبو کې ګډې مانورې وکړې.
د پاکستان دوې جنګي کښتۍ د سولې د بېړی تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ د روزنیزو او تمریناتی موخو لپاره د ایران بندر عباس سیمې ته راورسېدل.
د ایران او د پاکستان سمندري ځواکونو د فارس خلیج په اوبو او د هرمز په تنګی کې ګډې مانورې وکړې، چي په کښې توغندی ویشتونکي کښتۍ او جنګي چورلکې هم ګډون درلود.
د پاکستان د سمندري ځواکونو دغه بېړه په بندر عباس کې د دریو ورځو لپاره تم شوی و او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو سره د کتنې په ترڅ کې، د بندرعباس د شهیدانو مزارې ته تللي او د سپېڅلي دفاع د شهیدانو درناوی کړي دي.
تېر کال هم د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه بېړه د یادو اهدافو په لړ کې ایران ته درې ورځنی سفر کړی وو.