ایران سره لاهم د خبرو فرصت موجود دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144914-ایران_سره_لاهم_د_خبرو_فرصت_موجود_دی
د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي د ایران په ضد د تکراري ادعاګانو په مطرحولو سره، وویل: زه نه وایم چي ایران ایټمې وسلې لري، لیکن په لوړې کچې یورانیوم بډایه کوي.
(last modified 2024-01-17T06:32:23+00:00 )
Jan 17, 2024 11:01 Asia/Kabul
  • ایران سره لاهم د خبرو فرصت موجود دی

د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي د ایران په ضد د تکراري ادعاګانو په مطرحولو سره، وویل: زه نه وایم چي ایران ایټمې وسلې لري، لیکن په لوړې کچې یورانیوم بډایه کوي.

د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي رافائل ګروسي له نشنال نیوز سره په مرکه کې د ایران په همکاریو باندې د سترګو په پټولو سره، په یک طرفه توګه ادعا وکړه چي ایران د یورانیمو د بډایه کولو په پروګرام کې د پرمختګ په حال کې دی او لاهم د پلټنو په وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړې ده چي ایران یوازنی هغه غیر ایټمي هیواد دی چي په لوړه کچه یورانیوم بډایه کوي، زه نه وایم چي هغوی ایټمي وسلې لري لیکن دا خبره کوم چي دغه کار ډېر حساس دی او قوانین باید رعایت کړای شي.

هغه په داسي حال کې دغه ادعاوې مطرح کړي دي چي د ایران اسلامي جمهوریت په رضاکارانه توګه د ان پي ټي تړون په چوکاټ کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس د پلټنو لپاره تل همکاري کړې ده.

له بلې خوا بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر محمد اسلامي خبریالانو ته ویلي چي د ایران د یورانیمو د بډایه کولو په هکله د سیاسي پروپاګن بیا ځلې مطرح کېدا کومه نوې خبره نه ده.