سپاهِ پاسداران جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ ته سخت تاوان ورسوه
Jan 18, 2024 02:32 Asia/Kabul
سپاهِ پاسداران جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ ته سخت تاوان ورسوه
د ایارن په سویل ختیځ کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک جنګیالي د راسک سیمې په کشک کلي کښې د جیش الظلم ډلګۍ له یوشمیر ترهګرو سره ښکیل شول او د یو یو ترهګرو د وژلو په ترڅ کښې یې د هغوي په مو موټر کښې ډیره وسله او چاودونکي توکي او هم داشان د بم جوړولو تجهیزات ونیول.
په دغو عملیاتو کښې یو ترهګر هلاک شو او نور ملګري یې وتښتیدل خو د سپاه ځواکونو سمدستي سیمه کلابنده کړه او د سرحدي ځواکونو په ملتیا د نورو ترهګرو د موندلو لپاره په سیمه کښې پلټنه روانه ده.
ټیګونه