د سپاه پاسداران وروستي عملیات د صهیونیسټی رژیم ګواښونوته خبرداری وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144994-د_سپاه_پاسداران_وروستي_عملیات_د_صهیونیسټی_رژیم_ګواښونوته_خبرداری_وو
حجت الاسلام صدیقی څرګنده کړه: صهیونیسټ رژیم په غزې په حملې کښې ناکامه شوی او صهیونیسټانو ته سیاسی او اقتصادی تاوانونه رسیدلی دی چې په نهایت کښې به د دغه رژیم د تباهۍ سبب کیږی .
(last modified 2024-01-19T08:37:27+00:00 )
Jan 19, 2024 13:05 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران وروستي عملیات د صهیونیسټی رژیم ګواښونوته خبرداری وو

حجت الاسلام صدیقی څرګنده کړه: صهیونیسټ رژیم په غزې په حملې کښې ناکامه شوی او صهیونیسټانو ته سیاسی او اقتصادی تاوانونه رسیدلی دی چې په نهایت کښې به د دغه رژیم د تباهۍ سبب کیږی .

په تهران کښې د جمعې د لمانځه خطیب په سیمه کښې د ترهګرو په مرکزونو باندې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عملیات د صهیونیسټی رژیم د ګواښونو په وړاندې یو خبرداری وباله.

په تیرو ورځو کښې د سپاه پاسداران  ځواک په سوریې، عراق او پاکستان کښې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل.

دتهران د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام "کاظم صدیقی" په سیمه کښې د ترهګرو په مرکزونو د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران حملې ته په اشارې سره وویل: دغه اقدام صهیونیسټ رژیم ته یو خبرداری ؤ  چې متوجه شی  د ایران د اسلامي جمهوریت توغندي د دوی په نښه کولو توان لري. له همدې امله باید ځان ته اجازه ورنکړي چې خپلو تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

حجت الاسلام صدیقی د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د امنیت د ساتنې لپاره د خلکو لاس وباله او ټینګار یې وکړ چې د سپاه پاسداران دغه اقدام د ایران د زړورو خلکو په استازیتوب ترسره شوی او ټولوبدغواړو ته یو خبرداری دی تر څو  په دې پوه شي چې که دوی دا جنایتونه  وکړي نو د دې آسمان لاندې او د نړۍ هیڅ  ځای کې د دوی لپاره هیڅ خوندیتوب نشته.

 

په تهران کښې د جمعې د لمانځه خطیب همداراز  فلسطین د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسئله وبلله او زیاته یې کړه: له سلو ورځو زیاتې تیرې شوی دی چې صهیونیسټی وحشی او ظالم رژیم نړۍ ته ځان وښیی او کورونه یې په ډبرو او بمونو ړنګ کړل. ماشومان  یی ووژل، پر طبي کارکوونکو او روغتونونو بریدونه وشول، خبریالان یې شهیدان کړل او له ټولو نړیوالو قوانینو یې سرغړونه وکړه.