د ایران نفتي مواد عواید ۳۴ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145008-د_ایران_نفتي_مواد_عواید_۳۴_میلیاردو_ډالرو_ته_رسیدلي
د انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې د امریکا د ظالمانه بندیزونو له دوام سره، سره د ۲۰۲۳ کال په ۹ میاشتو کې د ایران د نفتو عواید ۳۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلی دی.
(last modified 2024-01-19T23:17:02+00:00 )
Jan 20, 2024 03:45 Asia/Kabul
  • د ایران نفتي مواد عواید ۳۴ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي

د انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې د امریکا د ظالمانه بندیزونو له دوام سره، سره د ۲۰۲۳ کال په ۹ میاشتو کې د ایران د نفتو عواید ۳۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلی دی.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د انرژۍ نړیوالې ادارې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ایران د نفتو ټول عاید ۳۳ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالره اټکل کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتو کې د ایران د نفتو عاید په دې موده کې د اوپک د ټول عاید له ۱۲٪ سره برابر وو.

د ۲۰۲۳ کال په ۹ میاشتو کې د نړۍ په بازارونو کې د ایران له خوا د ۳۴ میلیاردو ډالرو نفت پلورل شوي، په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا ظالمانه بندیزونه او د امریکا په ډیموکراتیک حکومت کې د زیات فشار د تش په نوم پالیسۍ هم دوام لري.

د ۲۰۲۳ کال په ۹ میاشتو کې د نفتو له پلور څخه د ایران ۳۴ میلیارده ډالره عاید د ۲۰۲۰ کال په ۱۲ میاشتو کې د ایران د نفتو عاید دوه چنده وو.

د امریکا د انرژۍ د وزارت د محاسبې له مخې ایران یوازې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۷ میلیارده ډالره او په ۲۰۲۱ کال کې ۳۷ میلیارده ډالره نفت پلورلي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې د تېلو له پلور څخه د ایران ټول عاید ۵۴ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی.

د انرژۍ نړیوالې ادارې د ۲۰۲۳ کال په ۹ میاشتو کې د اوپیک د ۱۳ غړو هېوادونو د نفتو ټول عاید ۲۸۱ میلیارده ۲۰۰ میلیونه ډالره حساب کړی دی.

 

د دغه راپور له مخې، د تېر کال په ۹ میاشتو کې د تېلو له پلور څخه د عراق عاید د ایران په پرتله ۲،۵ چنده زیات وو. عراق په دې موده کې د نفتو له خرڅلاو څخه ۸۲ میلیارده او ۱۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي دي.

د سعودي عربستان د نفتو عاید د ایران په پرتله پنځه چنده زیات دي، سعودي عربستان د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۸۴.۳۰ میلیارده نفت پلورلي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې هم په ۲۰۲۳ کال کې د پرله پسې اتمې میاشتې لپاره په ایران کې د ۳ میلیونو بیلرونو تېلو د تولید اعلان کړی دی.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د ایران د نفتو تولید له JCPOA څخه د امریکا له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره په ورځ کې له ۳ میلیونو بیلرو څخه اوښتي او په راتلونکو میاشتو کې په ورځ کې له ۳ میلیون بیلرو څخه نور هم زیات شي.

په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د تېلو اوسط تولید په ورځ کې ۲،۹۶۵ زره بېرله و.