Jan 22, 2024 11:05 Asia/Kabul
  • «ثریا» سپوږمکۍ د ایران د ځوانو ساینس پوهانو د وس او د تخصص بله بیلګه:-

د «ثریا» سپوږمکۍ چې د ایران د ځوانانو ساینس پوهانو په هڅې او زیار سره جوړه شوي او فضا ته توغول شوي ده خپل لومړني سیګنلونه ځمکې ته راولیږل چې د ایران د ځوانانو سائینس پوهانو تخصص او وسونه نندرې ته وړاندې کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوافضا ځواک د  ثریا په نوم د فضايي څیړنو د مرکز مخابراتي سپوږمکۍ د «قائم سل» په نوم درې پړاویز توغندي سره فضا ته وتوغوله او له ځمکې څخه په اوه سوه پنځوس کلومیټره مدار کښې په بریالیتوب سره ورغله.

د ایران فضايي ادارې وویل د ثریا سپوږمکۍ په تیرې یکشنبې ورځ په بریالیتوب سره خپل سیګنالونه ځمکې ته راستولي دي.

د ثریا د مخابراتي سپوږمکۍ د پام وړ کړچار او د ایران له فضايي مرکز سره د هغه ارتباط د ایران د ځوانو متخصصانو او د ساینس پوهانو د علمې هڅو او د بریالیتوبونو دوام دی چې په تیرو کلونو کښې  د امریکا او د لویدیځو هیوادونو له تخریبي اقداماتو او بایکاټونو سره سره وتوانیدل د خپلو جوړو کړې شویو سپوږمکیو کیفیت او وسونه پیاوړي او لوړ کړي.

له ځمکې څخه په اوه سوه پنځوس کلومیټره مدار کښې د ثریا د سپوږمکۍ دیره کیدل د لویدیځو هیوادونو د کارپيژاندو د حیرانتیا سبب شوي او هغوې( اروپایانو) مدار ته د نویو سپوږمکیو د استولو لپاره د ایران په فضايي توان اعتراف کړی دی.

د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا چارواکو په تیرو کلونو کښې تل د ایران د علمي وسونو په هکله منفي تبلیغاتو ته مخه کړي ده او هڅه کوي د ایران د بریالیتوبونو په هکله منفي انځور وړاندې کړي.

په داسې حال کښې چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو  کلونو کښې ډول ډول علمي ، تحقیقاتي ، جغرافیايي سپوږمکۍ او دغه راز پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته  توغولي دي خو لویدیځ هیوادونه او له دوې سره غږمله رسنیو په دغه موضوع باندې سترګو پټولو سره د خپلو غیر انساني بایکاټونو د توجیه لپاره یوازې د ایران پوځي اهدافو ته اشاره کوي.

د نورې درې» په نوم سپوږمکۍ هم چې په تیر میلادي کال کښې فضا ته وتوغول شوه د «نور یو» او د« نور دوه »د سپوږمکیو بشپړه شوی شکل دی او د هغه وسونه د پیژندنې او د سنجولو د سپوږمکۍ په توګه معرفي شوي دي او هغه هم په بریالیتوب سره د ځمکې په څلور سوه پنځوس کلومیټره مدار کښې ورغله.

د ثریا د مخابراتي سپوږمکۍ بریالیتوب د ایران د کورنیو متخصصانو په هڅې او همت سره په هوا فضا صنعت کښې د ایران د اوڅاره  پرمختګونو نښه دی.

د ایران فضايي پرمختګونه په دې ډول څرګند دي چې په نږدې راتلونکي کښې به تهران د ځمکې په مدار کښې د سپوږمکیو د یوې منظومې لرونکي وي.

په علمي ، تحقیقاتي ، جغرافیايي او پوځي وړتیاو سره د ډول ډول سپوږمکیو په جوړولو سره په تیرو کلونو کښې په فضايي صنعت کښې د ایران د مقام تثبیتیدل محقق شوي دي.

د دنیا ستر شرکتونه د بایکاټونو په لاسوند ګرځولو سره حتی په صنعتي برخو کښې هم ایران ته د مهمو پرزو له ورکولو هم ډډه کوي خو د ایران متخصص اوځوان ساینس پوهان د امریکا او د اروپايي هیوادونو د چارواکو تخریبي اقداماتو او کارړنګونو ته له پام کولو پرته خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د خپلې رښیتوني ارادې او په ځان د باور نتیجه د فضا تسخیرول او د پرمختللیو سپوږمکیو جوړول دي.

 

ټیګونه