Jan 28, 2024 11:59 Asia/Kabul
  • ایران درې سپوږمکۍ په خپل سیمرغ راکټ، فضا ته واستولۍ

د سباوون د لسیزې او د اسلامي انقلاب د بریا د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې ایران د "مهدا"، "کیهان ۲" و "هاتف ۱" په نومونو درې سپوږمکۍ د ځمکې ۴۵۰کیلومیټري مدار کښې راغلې.

د سباوون د لسیزې او د اسلامي انقلاب د بریا د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې ایران د "مهدا"، "کیهان ۲" و "هاتف ۱" په نومونو درې سپوږمکۍ د ځمکې ۴۵۰کیلومیټري مدار کښې راغلې.

د لویدیځې آسیا له نورو هیوادونو سره د ایران د فصايي پروګرام فرق دا دی چې ایران په خپل کورني توان ولاړ دی او له او کورنۍ او ځايي ټیکنالوجۍ استفاده کوي.

د سحاب شبکې د خبر او تفسیر د برخې د رپورټ له مخې، سیمرغ سپوږمکۍ وړونکی راکټ چې د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو له خوا جوړه شوې ده، نن یکشنبه د سباوون د لسیزې او د اسلامي انقلاب د بریال د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې یې یادې درې سپوږمکۍ په کامیابۍ سره فضا ته ورسولې.

مهدا نومې سپوږمکۍ یوه تحقیقاتي سپوږمکۍ ده چې د ډیزایننګ، جوړونې او آزموینې پړاؤنه یې د ایران په فضايي څیړنځي کښې ترسره شوي او د کیهان۲ او هاتف۱ په نامه نانو سپوږمکۍ هم د ایران د الیکټرانک صنایعو د شرکت له خوا ډیزاین او تیارې شوې دي.

 

ټیګونه