Mar 26, 2024 14:33 Asia/Kabul
  • ایران شل نورې سپوږمکۍ جوړوي

پارس ټوډی ـ د ایران فضايي صنعت تیر هجري لمریز کال (۱۴۰۲)په اوو سپوږمکیو توغولو سره ښه لاره کچ کړه او اټکل کیږي د فضايي اډې او د شلو سپوږمکیو په جوړولو سره نوی کال هم له رونق څخه ډک ووسي.

د ایران په لوړې فضايي شورا کښې د هیواد د فضايي صنعت د لس کلن پروګرام برابرول او تصویبول، د نوي سپوږمکۍ مخ کتنه ، د اوو فضايي او د تحقیقاټي سپوږمکیو توغول ، د فضايي ټیکنالوژۍ له لرونکو هیوادونو سره د فضايي نړیوالو ملګرتیاو پراخول ، په چابهار سیمه کښې د ایران د تر ټولو سترې فضايي اډې د جوړولو پیلول او د شهید سلیماني د سپوږمکۍ د منظومې د طراحي کولو او د جوړولو د عملیاتو پیلول په تیر کال کښې د ایران د فضايي صنعت د ساینس پوهانو او د  متخصصانو د بریاو نورې برخې ګڼل کیږي.

د نور درې(noor-3) په نوم سپوږمکۍ چې د پیژندنې او د سنجونې یوه سپوږمکۍ ده د حضرت امام مهدي علیه السلام عجل الله تعالی فرجه د امامت د پیلیدا له ورځو سره په یووخت د قاصد درې پړاویزې ترکیبي توغندي په وسیله چې په یوې ثانیه کښې اوه اعشاریه درې کلومیټره سرعت لري د تیر کال په تلي میاشت کښې فضا ته وتوغول شوه او له  توغول کیدا وروسته د ځمکې د مدار په څلور سوه پنځوس کلومیټرۍ کښې ورغله.

له لسو کلونو وروسته  د لومړي ځل لپاره په فضا کې د ژواک چاپیریال احیا کیدل په تیر هجري لمریز کال کښې یوه بله فضايي بریا وه او له همدې کبله د «کاووس» په نوم سره د ایران د ژواک چاپیریال تر ټولو نوی کیپسول د «سلمان» په نوم ځايي توغندي سره په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شو.

دغه د ژواک چاپیریال کپسول فضا ته د انسان د استولو د پلان د لارې د نقشې د تحقق په لړ کښې عملي ، څیړنیزه او ټیکنالوژیکه پروژه ده چې په دې  لړ کښې د اړتیا وړ ټیکنالوژیو د اکتساب او د پراختیا لپاره د ځمکې له سویې څخه یوسل دیرش کلومیټره لوړوالي ته وتوغول شوه.

دغه پینځه سوه کلوګرامه کیپسول په بریالیتوب سره وتوغول شو چې د ایران د فضايي ادارې په سپارښتنه او د علوم، تحقیقاتو او د ټیکنالوژۍ د هوا فضا څیړنییز مرکز لخوا جوړ شوی و.

دغه راز د قائم سل په نوم سپوږمکۍ وړونکي توغندي د ایران د فضايي څیړنیز مرکز د جوړ ايس ار ايي(sri) د تحقیقاتي سپوږمکیو د لړۍ ثریا ځايي سپوږمکۍ د تیر میلادي کال په مرغومي میاشت کښې په بریالیتوب سره د ځمکې د مدار اوه سوه پنځوس کلومیټرۍ ته یوړه چې په ایران کښې د سپوږمکۍ د توغولو د ارتفاع له پلوه نوی ریکارډ جوړ کړي.

دغه توغول په لوړو مدارونو کښې د سپوږمکۍ د تزریقولو د وس د زیاتولو په لړ کښې مهم قدم ګڼل کیږي.

د تیر هجري لمریز کال په سلواغې میاشت کښې د لومړي ځل لپاره د ایران فضايي متخصصانو له ځايي سپوږمکۍ سره په یووخت درې داخلي سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې.

د ایران مهد یو، د کیهان دوه او د هاتف یو په نوم درې سپوږمکۍ د لومړي ځل لپاره له سیمرغ سپوږمکۍ سره په یووخت چې د ایران د وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت لخوا جوړې  شوي وې فضا ته وتوغول شوې او د ځمکې د مدار په څلورسوه پنځوس کلومیټرۍ کښې ورغلې.

د مهد یو په نوم سپوږمکۍ یوه تحقیقاتي سپوږمکۍ ده چې د هغې د طراحۍ( ډیزاین) جوړولو او اسمبل کولو او د ازمویلو چارې یې د ایران په فضايي څیړنیز مرکز کښې  ترسره شوي دي او د کیهان یو او د هاتف یو په نوم نانو سپوږمکۍ هم د ایران د «صا ایران» الیکټرونیک صنایعو شرکت لخوا طرحي او توغول کیدا ته چمتو شوي دي.

د ایران د سپوږمکۍ د توغولو اخري مورد د تیر هجري لمریز کال په کب میاشت کښې و او په دې ترتیب د پارس یو په نوم یوسل څلور دیرش کلوګرامه سپوږمکۍ د «سایوز» راکټ په وسیله د روسیې له «وستوچني» اډې څخه فضا ته وتوغول شوه او په بریالیتوب سره د ځمکې له سویې څخه په پینځه سوه کلومیټرۍ مدار کښې ورغله.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه