د اسرائیلو د سټاک مارکېټ لپاره توره ورځ
Jul 14, 2025 12:34 Asia/Kabul
پارس ټوډی - یوه عبري ژبې ورځپاڼې لیکلي چې د تل ابیب د سټاک مارکېټ ټول مهم شاخصونه د سختې راټیټېدلو سره مخ شوي او هر یوه یې له دوه فیصدو څخه زیات کمښت ثبت کړی، چې دا د اپریل راهیسې تر ټولو بده ورځ ده.
د عبري ژبې اقتصادي ورځپاڼې «ګلوبس» په یوه راپور کې ویلي، وروسته له هغې چې د تل ابیب سټاک مارکېټ د ایران سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته خپل توازن بیا موندلی و او حتی د پرمختګ په حال کې و، تېره یکشنبه یې د سخت سقوط سره مخامخ شو.
دا رسنۍ زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ د تل ابیب د سټاک مارکېټ ټولې سوداګریزې نښې سور رنګ ته واوښتې.
د دې سقوط یو لامل د حماس سره د خبرو اترو په اړه د ستونزو او احتمالي بن بست اعلان او بل لامل د امریکا لخوا د ګمرکي تعرفو د بیا تطبیق خبرونه وو.
ټیګونه