د روسي ایران پېژندونکو لخوا د ایراني یووالي ستاینه وشوه
پارس ټوډی - روسي ایران پېژندونکي او شاعرې «لودمیلا آودییوا» او د هغې مېړه «ګنادي آودییف» د اسرائیلو د پوځي برید په وړاندې د ایرانیانو یووالي ستاینه وکړه.
دوی وویل: "نن موږ نه یوازې د اسرائیلو د بې شرمه برید او د ایراني ساینس پوهانو، لوړپوړو قوماندانانو او نورو وګړو د لاسه ورکولو له امله د ایران خلکو او دولت ته تسلیت وایو، بلکې غواړو د هغه زړورتیا او قوي روحیې ستاینه وکړو چې د دښمن د برید په وړاندې د مبارزې لپاره ټول ایراني ولس یو موټی کړ."
دوی زیاته کړه: "ایران یو هېواد دی چې د زرګونو کلونو لرغونې تمدن، ستر تاریخ او بډایه کلتور لري، نو ځکه د ایراني ولس لخوا جوړ شوي شیان له منځه وړل ناممکن دي.
دوی وویل چې ایران یو پیاوړی او خودکفا هېواد دی چې تل د دښمن سره د مبارزې لپاره کافي ځواک، زړورتیا او پوهه لري.
دوی همداراز د ایران او روسيې ترمنځ د اړیکو او د شمال-جنوب ترانزیټي دهلیز په څېر پروژو د خزر سیمې د ثبات په برخه کې مرستې ته هم اشاره وکړه.