علمي او ټیکنالوژۍ برخو کښې د ایران او د عربستان اړیکې پراخیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د علم او د ټیکنالوژۍ د نړیوالو تعاملاتو د مرکز مشر «امیر حسین میر ابادي» او په تهران کښې د سعودي عربستان سفیر« عبدالله بن سعود العنزي» د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په پراخولو او د ملګرتیاو په زمینو په تیره بیا په علمي او د ټیکنالوژۍ په حوزو کښې د تنوع په راوستلو ټینګار وکړ.
د علم او د ټیکنالوژۍ په حوزه کښې د لوړرتبه پلاویو تبادله، سیاسي تعاملاتو ته د اړیکو نه محدودول، د پروګرامونو پرمخ بیولو کښې په توافقاتو او تفاهماتو باندې بسنه نه کول او د ایران او د عربستان د ټیکنالوژیو په مراسمو کښې ګډون نورې موضوعګانې وې چې د ایران د علم او د ټیکنالوژۍ د نړیوالو تعاملاتو د مرکز مشر او په تهران کښې د عربستان سفیر ورباندې ټینګار وکړ.
ایران او عربستان د عراق او د عمان هیوادونو په کوربه توب له دوو کلونو خبرو اترو وروسته د تیر میلادي کال د مارچ د میاشتې په لسمه نیټه په چین کښې د دواړو هیوادونو د ملي امنیت د ارګانونو د چارواکو له څو ورځو خبرو اترو وروسته د یوې بیانیې په خپرولو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د تهران او د ریاض د موافقې خبر ورکړی و.