له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو
(last modified Wed, 24 Jan 2024 11:09:54 GMT )
Jan 24, 2024 15:39 Asia/Kabul
  • له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو

د ایران ولسمشر ترکیې ته له روانیدو مخکښې وویل: د ایران او ترکیې د سوداګري اړیکو د سویې د لوړولو لپاره د ایران هدف ۳۰ میلیارډه ډالر دی.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی نن د ترکیې د مهر آباد په هوایی ډګر کښې ترکیې ته له روانیدو مخکې دې ته په اشارې سره چې  دغه سفر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه ترسره کیږي، زیاته کړه چې د ایران او ترکیې د ګډ لوړپوړي پلاوي د جوړولو او همداشان په اقتصادي او تجارتي برخه کښې د ځانګړو دوه اړخیزو اړیکو په هکله د خبرواترو لپاره دغه هیواد ته ځي.

رئیسي ترکیه یو مسلمان هیواد او د ایران د اسلامي جمهوریت ګاونډی او یو مهم تجارتي او اقتصادي شریک وباله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت هدف له ترکیې سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو د کچې ۳۰ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي. کوم چې د دواړو هیوادونو په موجوده ظرفیتونو سره ترلاسه کیدی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه، ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې به مهم سندونه لاسلیک شي کوم چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ارادې څرګندونه کوي.

رئیسي هیله څرګنده کړه چې له دغه سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه ییزې او بهرنۍ همکارۍ پراخې شي او هغه څه چې ایران ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېر سفر کې مطرح شوي، په دې سفر کې به تثبیت شي.

ولسمشر رییسي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د فلسطین مسئلې ته اشاره وکړه او ویې ویل: همداشان یوه مهمه مسله چې نن سبا د نړۍ ټول مسلمانان او بیداره خلک یې اندیښمن کړي، د فلسطین مسئله ده او تهران او انقره د فلسطین له خلکو او د دغو مظلومو او مقتدرو خلکو له مقاومت څخه په ملاتړ کښې ګډ دریځ لري چې په دې بنیاد په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم د بریدونو د بندولو په لړ کښې ډیرې هلې ځلې شوې دي خو له بده مرغه له دغه رژيم څخه د امریکایانو او لویدیځوالو د ملاتړ په وجه  لاهم په فلسطین کښې بیګناه خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: یقین لرم چې په دې لاره کښې بریا د فلسطین د خلکو ده او د اسرائیلو راتلونکی به نابود شي او د دغه رژيم د حیاتي رګونو پرې کیدل به د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په بندیدو کښې اغیزناک وي.

د ایران اسلامي جمهوریت سید ابراهیم رئیسي د خپل ترک همرتبه رجب طیب اردوغان په بلنه نن د یو لوړ رتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د ترکیې پلازمینې انقره ته روان شو.