د صهيونيسټ رژيم بنسټ په تاوتريخوالي او تبعيض ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145356-د_صهيونيسټ_رژيم_بنسټ_په_تاوتريخوالي_او_تبعيض_ولاړ_دی
د دغه حکم له مخې صهیونیسټ رژیم باید د یوې بشری ډلې پرضد د وژلو د جنایتونو د مخنیوی لپاره ضروری اقدامات وکړی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 27, 2024 10:54 Asia/Kabul
  • د صهيونيسټ رژيم بنسټ په تاوتريخوالي او تبعيض ولاړ دی

د دغه حکم له مخې صهیونیسټ رژیم باید د یوې بشری ډلې پرضد د وژلو د جنایتونو د مخنیوی لپاره ضروری اقدامات وکړی.

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی وویل: د عدالت د نړیوالې محکمې د فیصلې په وړاندې د صهیونیسټ رژیم غلیمانه غبرګون وښودله چې د دغه رژیم بنسټ په تاوتریخوالی او تبعیض ولاړ دی او نړیوالوحقوقي مقرراتو او نورمونو ته اهمیت نه ورکوی .

د انصاف نړیوالې محکمې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې او بیړنیو اقداماتو د ترسره کولو په باره کښې د صهیونیسټ رژیم په خلاف د جنوبی افریقا د شکایت په هکله خپل حکم صادر کړ.

د دغه حکم له مخې صهیونیسټ رژیم باید د یوې  بشری ډلې  پرضد د وژلو د جنایتونو د مخنیوی لپاره ضروری اقدامات وکړی.

دغه رژيم بايد دا هم يقيني کړي چې  ځواکونه  به یی د نسل وژنې جنایت نه کوي او په غزه کې د بشري وضعيت د ښه والي لپاره تدبيرونه نيسي.

له همدې امله د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دغه رژیم پر ضد د جنوبي افریقا د شکایت په دوسیه  کې د اسرائیلو پر ضد د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې په غبرګون کې، د نسل وژنې تورونه وحشتناکه او ټکان ورکونکې وبلل او ویې ویل، چې په غزه کې به جګړه روانه وي.

 په همدې لړ کی او د ایران پریس  خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعاني» نن د صهیونیسټانو د جنایتونو په اړه د عدالت د نړیوالې محکمې د حکم صادرولو ته په غبرګون کښې وویل دا پریکړه که څه هم ناوخته ده، خو دا د غه تریخ حقیقت شاهده  ده  چې هغه څه چی  په غزه کې پیښیږي د نسل وژنې په ګډون د نړیوالو جنایتونو یوه بیلګه ده چی له صهیونیسټ رژیم  دامریکا دحکومت په نا محدود ملاتړ سره هماغه راز  دوام لری .

کنعاني څرګنده کړه: نړۍ اوس له دې پوښتنې سره مخامخ ده چې د صهيونېسټ رژيم د نسل وژنې د بندولو لپاره نړيوال سازمانونه او بنسټونه د نړيوالې سولې او امنيت د تامينولو لپاره نور کوم  مجوز ته اړتیا لری ؟

صهیونیسټ رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې په غزې تړانګې پراخې حملې پیل کړې چې له امله یې څه دپاسه ۲۶ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۶۴ زره نور ژوبل شوی دی او دغه حملې د نړیوالو له مخالفتونو او غندنې سره سره دوام لری .