په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:
تهران په امریکایي ځواکونو له بریدونو سره هیڅ تړاو نه لري
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی په اردن کې د امریکایانو په کېمپ باندې د بې پیلوټو الوتکو له برید وروسته، اعلان وکړ چي ایران له دغو بریدونو سره هیڅ تړاو نه لري.
تېره ورځ د سوریې له سرحد سره په اردن کې د امریکایانو په یوې اډې د بې پیلوټو الوتکو برید وشو چي د امله یې درې امریکایي فوځیان هلاک او ۳۴ تنه هم ټپیان شول.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولی د دې په بیانولو چي ایران له دغه برید سره هیڅ تړاو نه لري، اعلان وکړ چي په عراق او سوریې کې د مقاومت د ځواکونو په ضد د امریکایانو عملیات پیل شوی او دا د دواړو لورو خپلمنځي نښتې دي.
د عراق اسلامي مقاومت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي تېره شپه په سوریې او نیواکي فلسطین کې په یو شمېر اهدافو باندې بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ادعا کړې ده چي په اردن کې په امریکایانو باندې برید د ایران پلوه جنګیالیو له خوا تر سره شوی دی.
دا په داسي حال کې دی چي د عراق اسلامي مقاومت په غزې کې په مظلومو فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د وحشیانه بریدونو او له دغو جنایاتو د امریکا د ملاتړ د پایلو په هکله خبرداری ورکړي وې.