په ایران هر ډول حمله به له پریکنده ځواب سره مخامخ شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145534-په_ایران_هر_ډول_حمله_به_له_پریکنده_ځواب_سره_مخامخ_شي
زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ په تیرو دوو ورځو کښې ایران ته د امریکا د بیلابیلو پیغامونو استول رد کړل او ویې ویل د ایران په خاورې او له سرحدونو د باندې د ایران په ګټو یا وګړو باندې هر ډول حمله به له پریکنده ځواب سره مخامخ شي.
(last modified 2024-01-31T09:52:12+00:00 )
Jan 31, 2024 07:34 Asia/Kabul
  • په ایران هر ډول حمله به له پریکنده ځواب سره مخامخ شي

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ په تیرو دوو ورځو کښې ایران ته د امریکا د بیلابیلو پیغامونو استول رد کړل او ویې ویل د ایران په خاورې او له سرحدونو د باندې د ایران په ګټو یا وګړو باندې هر ډول حمله به له پریکنده ځواب سره مخامخ شي.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ پرون د ځینو رسنیو پوښتنې ته په ځواب کښې چې ویلي دي امریکا په تیرو دوو ورځو کښې د مینځګړو هیوادونو په وسیله ایران ته یوشمیر پیغامونه استولي دي او تهران هم خبرداری ورکړی دی وویل یوبل ته دا ډول پیغامونه نه دي ورکړل شوي.

خو سره له دې دا د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست دی چې که چیرې کوم هیواد  د ایران په خاوره، یا د ایران د سرحدونو د باندې د ایران په ګټو یا غړیو باندې حمله وکړي نو د تهران به ورته پریکنده او پیاوړی ځواب ورکړي.

ځینو رسنیو ادعا کړي ده چې امریکا په تیرو دوو ورځو کښې د یوشمیر هیوادونو په وسیله تهران ته یوشمیر پیغامونه استولي دي چې واشنګټن د پراخ جنګ غوښتونکی نه دی او خبرداری یې ورکړی دی چې د جنګ پراخول به د امریکا له خوځښتونو سره یوځاې شي او ایران هم امریکا ته په ځواب کښې خبرداری ورکړی دی د ایران د خاورې دننه حمله د تهران سره کرښه ده او ایران به داسې برید ته مناسب ځواب ورکړي.

درې ورځې مخکې په سوریې کښې د اردن سرحد ته نږدې د امریکا په یوې کوچنۍ اډې باندې د پایلوټه الوتکې په برید کښې د واشنګټن درې پوځیان وژل شوي او څه د پاسه څلویښت نور ژوبل شوي وو.

په عین حال کښې په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي « امیر سعید ایرواني» په تیرې دوشنبې ورځ د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د هیڅ ډلې یا وګړي د اقداماتو هیڅ مسوولیت نلري.