ایران کښې د انګلستان سفیر خارجه وزارت ته احضار شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بریتانیا د تورونو د لګولو په دوام کښې په تهران کښې د لندن سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مسوول« مجید نیلي احمد ابادي»په تیرې سه شنبې ورځ په تهران کښې د بریتانیا سفیر «سایمون شیرکلیف» په احضارولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض هغه ته ورکړ.
احمدي ابادي په چټي پلمو سره د بریتانیا د بایکاټونو په غیرقانوني بللو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د لندن د چارواکو تورونو لګول بې اساسه او بې بنسټه وبلل او هغه یې په کلکه وغندل.
نیلي احمد ابادي د ایران پرضد د بریتانیا رواني فضا جوړونې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د لندن د غیر رغنده او تخریبي اقداماتو بله کړۍ وبلله او ډاګینه یې کړه چې دا ډول فضاجوړونې په ماتي محکومې دي.
د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مسوول مجید نیلي احمد ابادي زیاته کړه دا یو تاریخي طنز دی داسې هیواد چې په خپله د ترهګرو ډلو جوړونکی او ملاتړی او د نشه ئیزو موادو اود ورانکارو ډلو قاچاقبر دی وغواړي په ایران اسلامي جمهوریت او د هغه په وفاداره او صادقو ځواکونو باندې چې له منظمو جرمونو سره د مبارزې په لومړي صف کښې ولاړ دي تور ولګوي.
په تهران کښې د بریتانیا سفیر سایمون شیر کلیف هم وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت اعتراض به د لندن چارواکو ته ورسوي.
د بریتانیا لومړي وزیر« ریشي سوناک» په سوریې کښې د امریکا په یوې اډې باندې د بې پایلوټه الوتکې له حملې وروسته چې د واشنګټن درې پوځيان پکښې مړه او له څلویښتو زیات ژوبل شوي وو پرون په لویدیځې اسیا سیمې کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا احتمال ورکړ او په یوې شمیر لاسوهونکو څرګندونو کښې یې وویل انګلستان د سیمې په بدلونونو اندیښمن دی او له ایران څخه غواړي چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو کمیدا ته دوام ورکړي.