د مازندران په بندرونو کې د ایران او قزاقستان ګډه پانګونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145670-د_مازندران_په_بندرونو_کې_د_ایران_او_قزاقستان_ګډه_پانګونه
 د مازندران ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ دفتر عمومي مدیر د مازندران په بندرونو کې له قزاقستان سره د ګډې پانګونې خبر ورکړ.
(last modified 2024-02-02T22:31:40+00:00 )
Feb 03, 2024 03:00 Asia/Kabul
  • د مازندران په بندرونو کې د ایران او قزاقستان ګډه پانګونه

 د مازندران ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ دفتر عمومي مدیر د مازندران په بندرونو کې له قزاقستان سره د ګډې پانګونې خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د مازندران ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ  دفتر مشر سید عباس حسیني، د مازندران د اقتصادي ظرفیتونو د لیدنې په موخه د قزاقستان د اقتصادي او تجارتي پلاوي د سفر په څنډه کې وویل: د ایران او قزاقستان ترمنځ په بندرونو او آزادیو سیمو کې ګډې پانګونې، د صادراتو د زیاتولو او اقتصادي پراختیا په هدف د تهران د سیمه ایزې ډیپلوماسۍ په اجنډا کې دي.

د مازندران د سوداګرۍ خونې د پلان له مخې به، د قزاقستان د مینګستاو سوداګریز پلاوی، په اوه ورځني سفر د مازندران ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړي.

د مازندران له بندرونو، د ګلانو او نباتاتو د تولید له واحدونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو له ترمینل او له سیاحتي سیمو څخه لیدنه، له قزاقستان څخه مازندران ته د دغه سوداګریز پلاوي له پلانونو څخه دي.

همدارنګه د اقتصادي فعالانو او د اقتصادي بنسټونو له مدیرانو سره ګډه ناسته، له تاریخي او کلتوري موزیمونو څخه لیدنه او د ساري ښار د شورا له غړو سره ناسته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي نور پلانونه دي.