د ایران او ترکیې ترمنځ د نوې سرحدي پولې پرانیستل کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145780-د_ایران_او_ترکیې_ترمنځ_د_نوې_سرحدي_پولې_پرانیستل_کېدل
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د وان ولایت د «ایران باش قلعه» په سرحدي ولسوالۍ کې د «ګلینجیک» سرحدي پولې پرانیستل کېدل، د سیمې اوسېدونکي خوشحاله کړي دي.
(last modified 2024-02-05T07:07:02+00:00 )
Feb 05, 2024 09:09 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې ترمنځ د نوې سرحدي پولې پرانیستل کېدل

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د ترکیې د وان ولایت د «ایران باش قلعه» په سرحدي ولسوالۍ کې د «ګلینجیک» سرحدي پولې پرانیستل کېدل، د سیمې اوسېدونکي خوشحاله کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو او د باش قلعه سیمې ولسوال "مصطفی چیلیک" د ایران په پوله کې د ګلنجیک سیمې ته په تلو سره، د دې پولې د بیا پرانیستلو پریکړه وکړه.

د باش قلعې د کرنې د خونې مشر "رحمي آشکان" د "ګلينجک" پولې د پرانيستلو په هرکلي  سره وويل، د سيمې خلک له کلونو راهيسې دغه ښه خبر په تمه وو.

آشکان د دې په بیان سره چې د دې پولې پرانيستل به د سيمې پر اقتصاد باندې د پام وړ اغېزه وکړي زياته کړه، د ايران او ترکيې د پولې په پرانيستلو سره به سوداګري زیاته شي.

د ایران باش‌قلعه د سرحدي سیمې اوسېدونکی مورات اوزکایا هم ویلي، دې پرېکړې په سیمه کې ډېره حیرانتیا رامنځته کړې ده.

د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې د "ګلینجیک" پوله غیر غرنۍ ده او د ایران په لوېدیځ آذربایجان ولایت کې له سلماس ښار څخه 20 کیلومتره لیرې ده.