Feb 05, 2024 15:04 Asia/Kabul
  • د هوايي او دفاعي ځواکونو قوماندانانو د انقلاب له معظم رهبر سره ولیدل

د سباوون له لسیزې سره هم مهاله او د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۹ نېټه، له امام خمیني (ره) سره د هوايي ځواکونو د یوې ډلې د تاریخي بیعت په درشل کې، د هوايي او ځمکني دفاع د قوماندانانو او کارکوونکو یوه ډله، نن سهار (دوشنبه) د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره وکتل.

د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامي انقلاب ستر لارښود، ۴۶ کاله مخکې د سلواغې په ۱۹ مه ورځ له حضرت امام خمیني (ره) سره د هوايي ځواک د یو شمېر قوماندانانو او کارکونکو حیرانوونکی بیعت، له عبرت او درسونو ډکه پیښه یاده کړه او وویل: هوايي ځواک له ځان څخه په تېرېدنې او په هغه صادقانه او زړور کار سره، له انقلاب سره په یو ځای کېدو کې مخکښ شو او په راتلونکو ورځو کې د تهران پر هوایي مرکز باندې د شاه د ګارد د حملې پر وړاندې په مقاومت سره، خلک او ځوانان یې په جوش او جذبې سره سړکونو ته راوایستل او د سلواغې په ۲۲مه د انقلاب په بریا کې، خورا مهم رول  ترسره کړ.

د انقلاب معظم رهبر د انقلاب له بریالیتوب څخه څو میاشتې وروسته، په هوایي ځواک کې د خودکفایۍ د جهاد رامنځته کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: هماغه د قدرت، زړورتیا او روحي ځواکمنتیا روحیه  د دې لامل شوه، چې هوایي ځواک  د ځان بسیاینې جهاد  په جوړولو کې هم مخکښ او ګړندی شي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي دغه راز د طاغوت د دورې هوایي ځواک د قوماندې، پالیسۍ او تجهیزاتو له نظره، په بشپړه توګه د امریکایانو په واک کې او د امریکې تر قومندې لاندې وباله او وویل: مؤمن او انقلابي عناصر په ځان بسیاینې جهاد سره، هوايي ځواک د امریکا له مالکیت څخه و ایستلو او په بشپړه ډول یې په ایراني ځواک بدل کړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه يي پر دې خبرې په ټینګار سره چې ملتونه د حکومتونو د نسکورولو او له صهیونیسټي رژیم څخه د ملاتړ د پرې کولو قدرت لري، وویل: سره له دې چې دغه ظالم او ځناور رژیم د ښځو، ماشومانو او ناروغانو ژوند موخه ګرځولی او له شلو رزو ډېر کسان یې په قتل رسولي دي، خو ځیني اسلامي هېوادونه بیا هم له هغه سره اقتصادي مرستې کوي او حتی داسې اورېدل کېږي، چې ځینې یې صهیونیسټي رژیم ته وسلې ورکوي.

د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۹ نېټه (د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په آتمه) د هوايي ځواک یوې ډلې د ایران د اسلامي جمهوریت له ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) سره د تهران په علوي ښوونځي کې وکتل او د یوه پریډ په ترسره کولو سره یې په رسمي توګه له هغوی څخه خپل بیعت اعلان کړ.

دا لیدنه او بیعت، د پهلوي رژیم پر مړه جسد باندې یو خلاص ګوزار وو، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۱۹ مه د پهلوي رژیم ټولې هیلې او آرمانونه له منځه ولاړل.

د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په یوولسمه (د ۱۳۵۷ کال په ۲۲مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په رهبرۍ بریالی شو.

ټیګونه