ایران له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې دغه هېواد به د روان کال په پای کې، د سیمې د امنیت د تامینولو په هدف، له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات ترسره کړي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر شهرام ایراني څرګنده کړه: له روسیې او چین سره د ایران ګډ سمندري تمرینات به، د روان کال تر پایه پورې ترسره شي او نورو هېوادونو ته هم په دغه تمرین کې، د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
هغه په اوسنیو حالاتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک ترټولو مهمه تګلاره، د اسلامي نظام او د خلکو د ګټو او اقتصادي سرچینو د ساتنې او خوندیتوب لپاره مهمه وبلله او زیاته یې کړه: دغه تمرینات د سیمې د امنیت او ګډو ګټو د تامین لپاره ترسره کېږي.»
هغه په دوام کې وویل: موږ په سمندر کې د ایراني بیړیو په ملګرتیا سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د بیړیو ساتنه او له هغو هېوادونو سره، چې د امنیت د تامین لپاره مرستې ته اړتیا لري، مرسته کوو.
د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان همدارنګه وویل: د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو په ملاتړ سره، په پام کې لري چې د روان کال تر پایه د ایران په سمندری بیړیو کې څو بېړۍ شاملې کړي.
د يادونې وړ ده، چې ايران له دې مخکې هم، له روسيې او چين سره ګډ پوځي تمرينونه کړي وو.