Feb 08, 2024 04:45 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي د سوله ایزې اټومي انرژۍ پر لرلو ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تهران کې د بهرنیو سفیرانو په غونډه کې، د سوله ایزې اټومي انرژۍ لرل د ایران د ملت حق وباله.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت، په ایران کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو په غونډه کې د سوله ایزې اټومي انرژۍ ته د رسېدو لپاره د ایران حق ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د فتوا له مخې، اټومي وسله د اسلامي جمهوریت په اصولو کې ځای نه لري.

سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران ملت توانیدلی د امریکې او لوېدیځ بندیزونه په یو فرصت او پرمختګ بدل کړي، وویل: موږ د اټومي خبرواترو له میز څخه نه یو وتلي او نه به یې پرېږدو او تل مو د خپلو درېځونو د بیان لپاره اقدام کړی دی.

ولسمشر رئیسي د خپلې وینا په بله برخه کې، د فلسطین له مظلومو خلکو څخه ملاتړ په اساسي قانون کې د ایران د بهرني سیاست له اصولو څخه وګڼلو او زیاته یې کړه: د امام خمیني (ره) د بریا په ورځو کې دغه ملاتړ مطرح کړ او وفرمايل: فلسطين د اسلامي نړۍ لومړۍ مسئله ده، نن د اسلامي انقلاب د ۴۵مې كليزې په مناسبت اعلان كوو چې د نن ورځې د نړۍ لومړۍ مسئله فلسطين ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: هغه څه چې موږ په غزه کې وینو، هغه د امریکې او لوېدیځ استکباري بهیر دی. پرده په بشپړه توګه لیرې شوې ده او موږ د ماشوم وژونکي او نسل وژونکي صهیونیسټي رژیم له لوري د زرګونه ماشومانو د شهادت شاهدان یو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر لوېدیځ او امریکا ته خبرداری ورکړ چې د فلسطین د راتلونکي په اړه پریکړه ونه کړي او د دغه هېواد راتلونکی د هغوی خلکو ته پرېږدي.

ټیګونه