Feb 10, 2024 14:32 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ تاریخ بدل کړ

د فلسطین د علماؤ شورا ویاند د مشورتي کمیټې مشر وویل: د ایران اسلامي انقلاب نه یوازې دغه هیواد بلکې د نړۍ د تاریخ څیره بدله کړه.

د ایران اسلامي انقلاب د امام خمیني(رح) په هراړخیزې مبارزې او مشرۍ او د ایران د مختلفو پرګنو د خلکو په راپورته کیدو سره د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواعې په ۲۲ نیټه بریالی شو.

په هم دې مناسبت «شیخ محمد صالح الموعد» نن ایرنا ته په یوه مرکه کښې وویل: د ایران اسلامي انقلاب د ایران ولس خپل صحي مقام ته ورسوه او امام خمیني په خپل نافذ نظر او پراخ او تاریخ بلده لید سره د ایران ولس د دغه مقام په لور لارښوونه کړ.

الموعد وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د هغه د بنسټګر حضرت امام خمیني په مشرۍ او له دوي وروسته اوس د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په مشرۍ داسې موقعیت ته رسیدلی چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د نړۍ د سترې برخې مشري کوي.

په لبنان او بهر کښې د فلسطین د عالمانو د شورا ویاند څرګنده کړه: د ایران نوم نن د خپلې خپلواکۍ، حیثیت او اهمیت په وجه په شبکو او ټلویزیونونو کښې د نړۍ د مشرانو او رهبرانو د خبرونو په سر کښې دی او دا هیواد په ټولو برخو کښې په یو زبرځواک بدل شوی دی.

هغه دې ته په اشارې سره چې د فلسطین ملت د فلسطین د مسئلې په هکله د ایران د اسلامی جمهوریت د خلکو او چارواکو له ملاتړ څخه مننه کوی، وویل: دا له هیچا پټه نه ده چې د ټولو دسیسو هدف د فلسطین د مسئلې هېرول او له منځه وړل وو او که د ایران د اسلامي انقلاب بریا نه وای نو اوس به د فلسطین هیڅ خیر خبر نه و.

 

 

ټیګونه