ایران له تاتارستان جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته چمتو دی
(last modified Thu, 15 Feb 2024 01:36:53 GMT )
Feb 15, 2024 06:06 Asia/Kabul
  • ایران له تاتارستان جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته چمتو دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر د روسي فیډریشن د تاتارستان جمهوریت د ولسمشر رستم مینیخانوف په کتنه کښې له دغه جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر د روسي فیډریشن د تاتارستان جمهوریت د ولسمشر رستم مینیخانوف په کتنه کښې له دغه جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، سید ابراهیم رئیسي د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو په ستراتیژیک مدیریت کې د تاتارستان د ولسمشر رول ته په اشارې سره، د سوچه اسلام د معرفي کولو او د روسیې د اړیکو د ښه کولو په برخه کې د بین المللي همکاریو او د دیني زده کړو په برخه کې له دغه ظرفیت څخه په استفادې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د تاتارستان په شمول د روسیې د فدراسیون لاندې له ټولو جمهوریتونو سره د اقتصادی اړیکو پراخولو ته پوره چمتو دی.

رئیسي د اقتصاد، صنعت، ساینس، علمی فعالیتونو او سیاحت په مختلفو برخو کښې د ملګرتیاو د کچې د ښه کولو لپاره د ایران او روسیې په تیره بیا د تاتارستان جمهوریت متقابلو ظرفیتونو ته په اشارې سره، د یوورایشیا سیمې د هیوادونو د اقتصادي موافقې اجرا،  د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د لاپراختیا مناسبه زمینه وبلله.

هغه د ایران د اسلامی جمهوریت او د روسي فیډریشن ترمینځ ستراتیژیکې اړیکې او په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې د دواړو هیوادونو د ګډ نظر او له روسیې او هم له تاتارستان جمهوریت سره د ایران د اړیکو د پراختیا لپاره د نورو مناسبو زمینو په توګه یادونه وکړه او ویې ویل: د یواړخیز پالنې نفي او د سلطې د نظام په وړاندې د خپلواکۍ او اودریدنې ساتنه د ایران او روسیې له ګډو کړنلارو څخه او د دواړو هیوادونو د اړیکو د نزدې کیدو لپاره یوه مناسبه زمینه ده.

ولسمشر رئیسي په دوام کښې د غزې د اوسني حالت دوام په نړۍ باندې د واکمنو اوسنیو ناعادلانه جوړښتونو ستره نښه وبلله او زیاته یې کړه: په غزه کښې د انسانیت خلاف روان جنایت او نسل وژنې، په یو عادلانه نظم باندې د اوسني ناعادلانه جوړښت د بدلولو لپاره د ملګرتیا ضرورت له مخکښې نه ډیر اړین کړی دی.

په دغه ملاقات کښې د تاتارستان ولسمشر هم د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او د اړیکو پیاوړتیا ته د رئیسي له پاملرنې مننه وکړه.