ایران له سریلانکا سره د همکارۍ پراختیا ته چمتو دی
د ایران خارجه وزیر په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د خلکو په باره کښې د سریلانکا د دریځونو قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اصلي لومړیتوب په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اوجنګ بندول او د فلسطین د خلکو د حقوق احقاق دی .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سریلانکا له ولسمشر سره په کتنه کښې د ګډ اقتصادی کمیشن د جوړولو موافقې ته په اشارې سره وویل، ایران له سریلانکا سره د دوه اړخیزو ملګرتیاو پراختیا ته چمتو دی.
د ایرنا د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون په کولمبو کښې د سریلانکا له ولسمشر رانیل ویکر مسینګه سره په کتنه کښې وویل د ایران اقتصادی او صنعتی برخې د انرژۍ وزارت په ګډون له سريلانکا سره د همکارۍ د پراختيا لپاره چمتو دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسيون د تړونونو د پلي کولو لپاره د "رانيل ويکر ميسينګه" ملاتړ ډېر اغېزمن شوی دی.
د ایران خارجه وزیر په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د خلکو په باره کښې د سریلانکا د دریځونو قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اصلي لومړیتوب په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اوجنګ بندول او د فلسطین د خلکو د حقوق احقاق دی .
حسین امیرعبداللهیان همداراز په نړیوالو اوبو کې د تګ راتګ پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کښې د سریلانکا ولسمشر د اسلامی جمهوریت پرمختګونو، سترو لاسته راوړنو او ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره ایران د منځنۍ اسیا د دروازې په توګه وباله او له ایران سره یې د اقتصادی تعاملاتو په زیاتولو ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته په کولمبو کې د سری لنکا له خارجه وزیر علی صبری سره هم په ګډ خبري کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټي نیواکګر وحشی رژیم د سیمې امنیت ډير زیات له خطرو سره مخامخ کړی دی،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې ئې د صهیونیسټي رژيم دجنګي جنایتونو او نسل وژنې د دریدا په باب دم لګروملتو دعمومی اسمبلۍ له پریکړه لیک سره په یوځاي کیدا کې د سریلانکا دپیاوړي دریځ قدرونه وکړه