ایران له سریلانکا سره د همکارۍ پراختیا ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146518-ایران_له_سریلانکا_سره_د_همکارۍ_پراختیا_ته_چمتو_دی
د ایران خارجه وزیر په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د خلکو په باره کښې د سریلانکا د دریځونو قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اصلي لومړیتوب په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اوجنګ بندول او د فلسطین د خلکو د حقوق احقاق دی .
(last modified 2024-02-21T03:36:08+00:00 )
Feb 21, 2024 08:04 Asia/Kabul
  • ایران له سریلانکا سره د همکارۍ پراختیا ته چمتو دی

د ایران خارجه وزیر په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د خلکو په باره کښې د سریلانکا د دریځونو قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اصلي لومړیتوب په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اوجنګ بندول او د فلسطین د خلکو د حقوق احقاق دی .

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سریلانکا له ولسمشر سره په کتنه کښې د ګډ اقتصادی کمیشن د جوړولو موافقې ته په اشارې سره وویل، ایران له سریلانکا سره د دوه اړخیزو ملګرتیاو پراختیا ته چمتو دی.

د ایرنا د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان  پرون په کولمبو کښې د سریلانکا له ولسمشر رانیل ویکر مسینګه  سره په کتنه کښې وویل د ایران اقتصادی او صنعتی برخې د انرژۍ وزارت په ګډون له سريلانکا سره د همکارۍ د پراختيا لپاره چمتو دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسيون د تړونونو د پلي کولو لپاره د "رانيل ويکر ميسينګه" ملاتړ ډېر اغېزمن شوی دی.

د ایران خارجه وزیر په غزې تړانګې او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د خلکو په باره کښې د سریلانکا د دریځونو قدرونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اصلي لومړیتوب په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اوجنګ  بندول او د فلسطین د خلکو د حقوق احقاق دی .

حسین امیرعبداللهیان همداراز په نړیوالو اوبو کې د تګ راتګ پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د سریلانکا ولسمشر د اسلامی جمهوریت پرمختګونو، سترو لاسته راوړنو او ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره ایران د منځنۍ اسیا د دروازې په توګه وباله او له ایران سره یې د اقتصادی تعاملاتو په زیاتولو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  پرون ناوخته په کولمبو کې د سری لنکا له خارجه وزیر علی صبری سره  هم په ګډ خبري کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټي نیواکګر وحشی رژیم د سیمې امنیت ډير زیات له خطرو سره مخامخ کړی دی،په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې ئې د صهیونیسټي رژيم  دجنګي جنایتونو او نسل وژنې  د دریدا په باب  دم لګروملتو دعمومی اسمبلۍ له پریکړه لیک سره  په یوځاي کیدا کې د سریلانکا دپیاوړي دریځ قدرونه وکړه