د ایران او قطر ترمنځ د طبي همکاریو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146698-د_ایران_او_قطر_ترمنځ_د_طبي_همکاریو_پراختیا
د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د روغتیايي همکاریو پراختیا او قطر ته درمل صادر کړي.
(last modified 2024-02-25T08:49:19+00:00 )
Feb 25, 2024 13:18 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر ترمنځ د طبي همکاریو پراختیا

د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر وایي، د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د روغتیايي همکاریو پراختیا او قطر ته درمل صادر کړي.

د صد او سما خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د روغتیا، درملنې او طبی زده کړو وزیر بهرام عین اللهی د قطر فارما د درملو له فابریکې څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل؛ ایران د خپلې اړتیا ۹۹ سلنه درمل په دغه هېواد کې تولیدوي او دغه راز یې قطر هېواد ته د درملو په برخه کې د صادراتو له چمتوالي خبر ورکړ.

د قطر د درمل جوړولو شرکت اجراییوي رییس "احمد السلیطي" هم د دغه شرکت د بېلا بېلو څانګو او په دغه هېواد کې د روغتیايي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.

له ګاونډیو اسلامي هېوادونو او سیمې سره د اړیکو پراخول د ایران د دیارلسمې دورې د حکومت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دي، له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت له نورو هېوادونو په تیره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د بهرنیو اړیکو د پراختیا په لور په چټکۍ سره روان دی.

په همدې لړ کې د ایران او قطر ترمینځ د ملګرتیا شپږمه ګډه کمیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ایران د روغتیا، طب او طبی زده کړو د وزیرانو په شتون سره جوړه شوه.