ایران: د تحصیلي بورسیو د ورکړې برخه کې افغانستان سره همکاري کوو
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشه روح الله حسیني، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري له مرستیال سعدالدین سعید سره کتلي دي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ځمکنۍ او هوايي ویزو او د ویزې د بیې په برخه کې پر شته ستونزو او ننګونو، د ځمکنیو ویزو غوښتونکو ته د زیاتو آسانتیاوو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، د ځمکنیو ویزو غوښتونکو ته د زیاتو آساتیاوو برابرولو په اړه معلومات ورکړل او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې هم، د یادو ستونزو د رسېدنې په لاره کې د خپل هېواد د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او د ایران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي او ګرځندوی د تجربو شریکولو او همدارنګه د تحصیلي بورسیو د ورکړې په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.