کاظمي قمي: په افغانستان کې د کډوالۍ جبري شرایط امریکا رامنځته کړي
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په دغه هېواد کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي او د افغانانو د جبري کډوالۍ اصلي مسؤله امریکا ده.
نوموړي ویلي چې دغه کډوال د هغو جبري شرایطو لاندې ایران ته تللي، چې امریکا په افغانستان کې رامنځته کړي دي.
کاظمي ویلي: «موږ باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړو چې له دغوکډوالو څخه یو شمېر بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.»
افغانستان انټرنیشنل د خبر له مخې؛ هغه له دانشجو خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د افغانستان کادرونه او کاري ځواک یوه مهمه برخه زموږ په هیواد کې شتون لري او هغه افغان کادرونه چې په ایران کې یې زدهکړې کړې دي، بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»
دغه ایرانی ډیپلوماټ وايي، د افغانانو کډوالي د هغو بحرانونو له امله ده چې امریکایانو په هغه هیواد کې رامینځته کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په ایران کې د مېشتو وګړو شپږ سلنه افغانان جوړوي.