روسیې ته د ایراني توغندیو صادرات دروغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146720-روسیې_ته_د_ایراني_توغندیو_صادرات_دروغ_دی
د اوکراین د فوځ د استخباراتو مشر د کی یف په ۲۰۲۴ کنفرانس کې روسیې ته د ایران له خوا د توغندیو د صادراتو ادعا دروغ وباله.
(last modified 2024-02-25T23:40:22+00:00 )
Feb 26, 2024 04:07 Asia/Kabul
  • روسیې ته د ایراني توغندیو صادرات دروغ دی

د اوکراین د فوځ د استخباراتو مشر د کی یف په ۲۰۲۴ کنفرانس کې روسیې ته د ایران له خوا د توغندیو د صادراتو ادعا دروغ وباله.

د آر بی سي اوکراین له راپور سره سم، د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف روسیې ته د ایران له لورې د توغندیو د لېږدولو په هکله د مطرح شویو ادعاوو په ردولو سره، وویل: هیڅ ایرانی توغندی له روسیې سره نشته، دغې ټولې خبرې دروغ دي.

هغه زیاته کړه: روسیه په ډېر کم شمېر سره، له شمالي کوریا څخه توغندی تر لاسه کړي چي هغه یې په اوکراین باندې کارولي دي، خو دا چي ووایو روسیه په پراخه پیمانه د شمالي کوریا جوړ توغندی کاروي، داهم ناسمه خبره ده.

رویټرز له دې مخکې د غربي سرچینو په حواله ادعا کړې وه چي ایران ۴۰۰ بالیسټیک توغندی روسیې ته صادر کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی سعید ایروانی هم دغه خبر ته په غبرګون کې وویل: که څه هم د نړیوالو قوانینو له مخې، ایران په روسیې باندې د توغندیو د خرڅولو حق لري، لیکن د اخلاقي اصولو له مخې او  د روسیې او اوکراین تر مینځ د جګړې د زیاتوالې د مخنیوی په موخه، په روسیې باندې د توغندیو له خرڅولو ډډه کړې ده.